د پاکستان ویزو په اجرا کې د ځنډ او فساد په اړه د خلکو شکایت

یو‌شمېر هېوادوال شکایت کوي چې شاوخوا درې میاشتې مخکې یې د پاکستان ویزو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي وو، خو دغه سفارت تراوسه هېڅ ځواب نه دی ورکړی او په میاشتو میاشتو د سفارت ځواب ته په تمه وي.یو‌شمېر هېوادوال شکایت کوي چې شاوخوا درې میاشتې مخکې یې د پاکستان ویزو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي وو، خو دغه سفارت تراوسه هېڅ ځواب نه دی ورکړی او په میاشتو میاشتو د سفارت ځواب ته په تمه وي.

بادغیس کې د تاریخي ځایونو د ناقانونه کیندنو په اړه د لرغون‌پوهانو اندېښنې

هېواد کې د فقر او بېکارۍ زیاتېدو په دوام دې وروستیو کې د بادغیس اوسېدوونکيو تاریخي سیمو کې ناقانونه کیندنې پیل کړي او هڅه کوي لرغوني اثار استخراج کړي. دغه کار د بادغیس د لرغون‌پوهانو او د مدني فعالانو د اندېښنې لامل شوی.

جېنوا کې د نادولتي سازمان غونډې ته د اسلامي امارت یو پلاوی وربلل شوی

د اسلامي امارت یو پلاوی جېنوا کې د یوه نادولتي سازمان په ناسته کې د ګډون په موخه سویس ته تللی دی. ټاکل شوې چې یاده ناسته راتلونکې دوشنبې د بندو دروازو ترشاه پیل او تر جمعې ورځې دوام وکړي. یاد پلاوی به د یوې اوونۍ په ترڅ کې له نادولتي او مرستندویه سازمانونو، د سویس او د اروپايي هېوادونو له یو‌شمېر چارواکو سره لیده کاته ولري.

د خصوصي سکتور پر ملاتړ د اسلامي امارت ټینګار

د اسلامي امارت مسوولانو نن د اقتصادي کمېسیون په لومړنۍ غونډه کې د افغانستان ځان بسیاینې لپاره پر هڅو او د خصوصي سکتور پر ملاتړ ټینګار وکړ. هغوی وایي، هڅه کوي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کانونو د کېندنې په ګډون اوږدمهاله پروژې پیل کړي.

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې ناڅاپي رالوېدو صرافان اندېښمن کړي

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان زیرک سره له دې چې په ناڅاپي توګه د ډالرو ارزښت رالوېدو څخه اندېښنه ښيي، خو د افغانیو ارزښت لوړېدو کې د مافیایي کړیو رول ردوي. نوموړی وایي چې په تدریجي ډول د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدل به د صرافانو په ګټه تمام شوي‌ وو.