روزګان کې د «اوومان» بوټي قاچاق؛ جوړېدونکي یوه کیلو درمل یې ۳۳۸ ډالره پلورل کېږي

اوومان چې یو ډول غرنی بوټی دی او د اسيا په کچه په افغانستان په ځانګړي توګه د روزګان ولايت په دښتو او غرنو کې په طبعي ډول پیدا کېږي، خلک وايي چې په دې وروستيو کلونو کې یې له هېواده بهر قاچاق ډېر شوی دی. د روزګان د خاص روزګان ولسوالي اوسېدونکي هم ادعا کوي چې له يادې ولسوالي څخه هم اوومان قاچاقېږي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان: امریکا او اسلامي امارت د افغان ښځو د وضعیت خرابېدو مسوول دي

د ملګرو ملتونو د خپلواکو کارپوهانو یوې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امریکا او اسلامي امارت په افغانستان کې د ښځو د ناوړه وضعیت مسوول دي. په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د اسلامي امارت جنستي تبعیض او امريکا د افغانستان د شتمنيو په کنګل کولو سره د افغان ښځو وضعیت خراب کړی دی.

پر ښځو د ا.ا محدوديتونه؛ جوزجان کې نجونې د زده‌کړو او کار حق غواړي

جوزجان کې یوشمېر ښځې او نجونې وايي چې د مخکېني حکومت له سقوط وروسته او د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دوی پر فعالیتونو محدودیتونه لګول شوي دي. د هغوی په وینا، پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګول د رواني ستونزو او په هېواد کې د بې وزلۍ لامل کېږي.

د صرافانو ټولنه: د صرافۍ جوازونو په اړه د افغانستان بانک پرېکړه ناعادلانه ده

د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنه وايي چې د صرافۍ جوازونو په اړه د افغانستان بانک د نوې طرحې د پلي‌کېدو توان نه لري او نه‌شي کولای چې دغه پرېکړه عملي کړي. د افغانستان بانک د نوې طرحې له مخې، د صرافۍ جوازونو لپاره باید هر صراف ۵ میلیونه او د صرافۍ هر شرکت باید ۵۰ میلیونه افغانۍ له افغانستان بانک سره د ضمانت توګه کېږدي.

د ا.ا په واکمنېدو سره فاریاب کې د شپږو سیمه‌ییزو راډیوګانو خپرونې بندې شوي

د فاریاب د سیمه‌ییزو رسنیو مسوولان وایي چې د اسلامي امارت په راتګ سره په دغه ولایت کې سیمه‌ییزې رسنۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې له امله یې فاریاب کې ۶ سیمه‌ییزې راډیوګانې خپلې خپرونې درولې دي.

نړیوال بانک افغانستان کې درې پروژې بېرته پیلوي

رویټرز خبري اژانس له دوو باخبره سرچینو راپور ورکړی چې نړیوال بانک افغانستان کې د روغتیا، کرنې او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برخه کې درې پروژې بېرته پیلوي، خو د پوهنې په برخه کې د نږدې ۱۵۰ میلیونه ډالرو پروژه به همداراز تړلې وي.  راپور کې ویل شوي چې په دغه ناسته کې به د پیسو نړیوال صندوق، د اسلامي پراختیا بانک او افغانستان کې د ملګروملتونو استازولي یا یوناما استازي ګډون وکړي.