لوګر کې سېلابونو یو کس مړ کړی او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي

د لوګر د کرنې او مالدارۍ  ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بره‌کي برک، څرخ محمداغې او خروار ولسوالیو کې د پرون ورځې بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې یو کس مړ شوی او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي. د دوی په وینا، د دغه ولایت په یادو ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله لسګونه کورونه هم نړېدلي دي.

زابل کې د اوبو کمښت له امله د کروندګرو کښتونه له‌منځه تللي

په زابل کې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله د ګڼ‌شمېر کروندګرو کښتونه سوځېدلي او محصولات یې له‌منځه تللي دي.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې سیمو کې یې د اوبو کچه ټيټه شوې او کارېزونه یې وچ شوي چې له امله یې د ګڼ‌شمېر کروندګرو کښتونه له‌منځه تللي او خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

کابل کې د «اختر بازار او کورنیو تولیداتو» په نوم نندارتون پرانستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنایعو او کانونو، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونو ترڅنګ، د «صیام بزنس» بنسټ او یو‌شمېر نورو بنسټونو له لوري نن کابل کې د «اختر بازار او کورنیو تولیداتو» په نوم درې ورځنۍ نندارتون پرانستل شو.

د چین سفیر: امریکا افغانستان کې د اوسني وضعیت مسووله ده

کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له سرپرست سره په یوې ګډه خبري ناسته کې له افغانستان څخه د امریکا په نامسوولانه وتلو نیوکه وکړه. د چین سفیر وویل چې د امریکا په راتلو سره افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ شول او اوس چې دغه هېواد له افغانستانه په غیرمسوولانه توګه وتلی، د افغانانو ستونزې دوه برابره شوي دي.

لوی اختر؛ خلک د قربانۍ لپاره د څارویو د اخیستلو توان نه‌لري

په داسی حال کې چې لوی اختر ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتي، خو د تېرو کلونو په پرتله د خلکو له لوري د قربانۍ لپاره د څارویو د پېر بازار سوړ دی.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو او د خراب اقتصادي وضعیت له امله نه‌شي کولای چې د قربانۍ لپاره څاروي واخلي.

پکتیا کې د پرون ورځې باران او ږلۍ خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

د پکتیا مرکز ګردېز ښار اړوند د وچ‌غړک او بالادې سیمو کې د سخت باران او ږلۍ له امله د خلکو ډېری باغونه او کښتونه له‌منځه تللي دي.

د وچ‌غړک سیمې یوه اوسېدونکي حاجي رحیم سلام‌وطندار ته ویلي چې پروني باران او  ږلۍ له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

کابل ښاریان له بانکونو د پیسو رایستلو له بهیر څخه شکایت کوي

د کابل ښار یوشمیر اوسېدونکي شکایت کوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو نږدې یوولس میاشتې تېرېږي، خو لاهم د بانکونو چارې عادي حالت ته نه دي راګرځېدلي. د پلازمېنې اوسېدونکي زیاتوي چې د خپلو معاشونو ترلاسه کولو لپاره په ورځو ورځو د خصوصي بانکونو مخې ته ولاړ وي، خو بیا هم نه‌شي کولای معاشونه ترلاسه کړي.