
هېواد کې سېلابونه؛ په یوه شپه او ورځ کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي
په تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد په ولایتونو کې د سختو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې یوشمېر کسان مړه شوي او ګڼشمېر کورونه یې نړولي دي.

په تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد په ولایتونو کې د سختو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې یوشمېر کسان مړه شوي او ګڼشمېر کورونه یې نړولي دي.

د روڼتیا نړیوال سازمان په خپور شوي تازه راپور کې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې د نړۍ اووم فاسد هېواد بللی شوی دی.
د یاد سازمان په راپور کې ویل شوي چې افغانستان بشري حقونو څخه د ملاتړ، فساد سره د مبارزې او مدني ازادیو په برخه کې د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ د فاسدو هېوادونو نوملړ کې ۷ ځای خپل کړی دی.

د نورستان د والي ویاند سيفالدين لټون سلاموطندار ته ویلي چې د وروستيو سېلابونو له امله په کامدېش ، واما او منډول ولسوالیو کې ١٥ کسان مړه شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

د لوګر د طبعیي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د پرونيو اورښت له امله د یاد ولایت په مرکز پلعلم او خوښۍ ولسوالي کې سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي. د نوموړي په وینا، خوښي ولسوالي کې د سېلاب ځپلیو کورنیو د ژغورنې هڅې پيل شوي او لسګونه کورنې یې خوندي ځایونونو ته لېږدولي دي.

کاسا۱۰۰۰ د افغانستان له لارې پاکستان ته د تاجکستان او قرغیزستان د برښنا لېږد ستره پروژه ده چې د پليکېدو چارې یې له تېرو څو کلونو راهیسې له ډېرو ننګونو سره مخ شوي دي.

د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره ډیورنډ کرښه کې د موټرو د تګراتګ او مسافرو پرمخ د دروازې د تړلکېدو له امله ګڼشمېر سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي دي. د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول حسیبالله ګردېزي ویلي چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې دغه لاره تړل شوې او دواړو لوریو ته سلګونه موټر بند پاتې دي.

هرات کې د دغه ولایت د مسوولانو او بزګرانو په ګډون نن د انګورو، انځیرو، شاتو او د مالدارۍ محصولاتو نندارتون پرانستل شو.

د بشريحقونو څار بنسټ، د جورج ټاون پوهنتون د ښځو او سولې موسسې او ځینو نورو بنسټونو پرون سپینې ماڼۍ ته یوه وړاندیز کې غوښتنه وکړه چې د ا.ا د چارواکو پر سفر د بندیز معافیت لغوه کړي. هغې وویل، د یادې پرېکړې په عمليکېدو سره به ا.ا ته وښودل شي چې افغانستان کې یې د ښځو او بشري حقونو پر وړاندې کړنې منفي دي.

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د فیضاباد ولسوالي اړوند «بالامردیان» کلي کې د اورلګېدنې له امله چې نږدۍ دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې، تراوسه نږدې ۸۰۰ کورنۍ شبرغان ښار او بلخ ولایت ته بېځایه شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن شاوخوا درې اوونۍ وړاندې ادعا وکړه چې کابل کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د یوه هوايي برید پرمهال وژلی دی. که څه هم د ا.ا حکومت په رسمي توګه تراوسه په دغه هوايي برید کې د ایمنالظواهري مړینه نهده تایید کړې، خو بیا یې هم پر افغانستان ناوړه پایلې د راڅرګندېدو په حال کې دي.

امیرخان متقي چې پر افغانستان د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو د لومړۍ کلیزې په اړه جوړې شوې نمانځغونډې ته وینا کوله همداراز زیاته کړه چې افغانستان کې بېثباتۍ ته لمن وهل د چا په ګټه نه ده او په وینا یې، نړیوال باید د بندیزونو پرځای له افغانستان سره همکاري وکړي.

د ننګرهار محلي مسوولان وايي چې بېګاه شپه د جلالاباد ښار اړوند شیخ مصري سیمه کې د اورښتونو له کبله د یوه کور چت پرېوتی چې د یوې کورنۍ څلور ماشومانو په کې ژوند بایللی او یو بل کس ټپي شوی دی.

باختري خبري اژانس د پروان محلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دغه ولایت د سیاهګرد او شینواري ولسوالیو ځینو برخو کې د راوتلو سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د راپور پربنسټ، پروان کې د سېلابونو راوتلو له امله لسګونه کسان لادرکه شوي هم دي. باختر اژانس ویلي چې ښايي د مرګژوبلې شمېرې له دې هم لوړې شي.

د کاپیسا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالي کې د وروستیو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال دوه کسان مړه شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
مسوولان زیاتوي چې په دې سېلابونو کې لسګونه کورونه نړېدلي او سلګونه کرنیزې ځمکې لهمنځه تللي دي.

اسلامي امارت د تېر ۱۴۰۰ کال د زمري مياشتې په ۲۴ نېټه له خپلې لومړۍ واکمنۍ نږدې ۲۰ کاله وروسته د دويم ځل لپاره پر افغانستان بيا واکمن شو چې سبا يې د بيا واکمنېدو يو کال پوره کېږي.

تېرو شلو کلونو کې د رسنیو او بیان ازادۍ یوه له مهمو لاستهراوړنو څخه شمېرل کېږي، خو دې وروستي یوه کال په تېرېدو سره چې افغانستان کې تازه سیاسي بدلونونه رامنځته شول، رسنۍ او خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.