
تخار کې یوه کس ځانوژنه کړې او کندهار کې بل کس ځان حلال کړی
په تخار کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې بېګاه شپه د دغه ولایت د رستاق ولسوالي په «قزل» سیمه کې یوه کس ځان ځندۍ کړی دی.

په تخار کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې بېګاه شپه د دغه ولایت د رستاق ولسوالي په «قزل» سیمه کې یوه کس ځان ځندۍ کړی دی.

په کندهار کې سوداګر وایي، د سپینبولدک-چمن پر سوداګریزه لاره پاکستاني چارواکي په یوه او بله پلمه دوی ته ستونزې جوړوي چې دې چارې یې پر سوداګرۍ اغېزه کړې ده. افغان سوداګرو همداراز وايي چې پاکستانی لوری تر ډېره دغه ستونزه هغه مهال رامنځته کوي چې دغه ولایت کې د تازه مېوو د حاصلاتو د راټولولو وخت وي.

د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې له روسیې څخه هېواد ته د تېلو، ګاز او غنمو د واردولو تړون یې لاسلیک کړی دی.
رویټرز خبري اژانس پرون سهشنبه د تلې پنځمه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرس نورالدین عزیزي له قوله راپور ورکړی چې دغه تړون د لنډمهال لپاره لاسلیک شوی دی.

د خوړو نړیوالو پروګرام وايي چې د افغانستان ناوده اقتصادي وضعیت او د شتمنیو کنګلېدل یې دغه هېواد د تېرو شلو کلونو په پرتله د قحطۍ له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د هلمند پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د جګړو پر مهال د ویجاړو شویو ښوونځیو له ډلې د ۳۶ هغو ودانۍ بیا رغول کېږي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره د یوه تړون له مخې، افغانستان کې د روږدو کسانو د درملني ۱۷ روغتونونو سره دوه میلیونه ډالر نغدي مرسته کوي.

د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت ساتلو په موخه، سبا دوشنبه ۱۱ میلیونه ډالر بازار ته د لیلام په توګه وړاندې کوي.
د افغانستان بانک نن یکشنبه د تلې درېیمه پر خپله ټوېټرپاڼه له ټولو صرافانو او سوداګریزو بانکونو غوښتنه کړې چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د اسلامي امارت د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې د تېرې یوې میاشتې راهیسې یې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۸۴۴۴ سوالګر راټول کړي دي. د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر نن یکشنبه د تلې درېیمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د راټولو شو سوالګرو څخه ۵۷۷۹ یې ښځه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۱۷۵۰ مستحقې او پاتې ۴۰۲۹ یې حرفوي سوالګرې پېژندل شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن له ناټو سازمان څخه د باندې د دغه هېواد د ملګرو هېوادونو له نوملړ څخه د افغانستان نوم لرې کړی دی.
په هغه لیک چې د امریکا سپینې ماڼۍ د بهرنیوچارو وزارت ته لېږلی، راغلي چې جو بایډن د امریکا د اساسي قانون پربنسټ، دغه پرېکړه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانانو سره د بشردوستانه مرستو په لړ کې دغه هېواد ۳۲۷ میلیونه ډالر نوره مرسته هم د افغانانو واک کې ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن پرون جمعه د تلې لومړۍ نېټه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې امریکا افغانستان او له دغه هېواد د باندې افغانانو سره د بشردوستانه مرستو لپاره ۳۲۷ میلیونه ډالر مرسته کوي.

د پکتیا ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون یې په احمداباد او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې یې ۹۵۰۰ کورنیو ته وارداتي برښنا چې کابو ۷۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، رسولې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت انټوني بلنکېن نن (پنجشنبه، د وږي۳۱مه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې اوکراین له روسیې سره پر جګړه بوخت دی، افغانستان کې د روان انساني ناورین د مخنیوي لپاره د خوړو نړیوال پروګرام له لارې ۳۰زره ټُنه مرسته اعلان کړې ده. بلنکېن همداراز لیکلي چې اوکراین له افغانستان سربېره، ایټوپیا او سومالیا سره هم ۵۰زره ټُنه غله مرسته کړې ده.

د افغانستان بانک په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو په لړ کې نن چهارشنبه د وږي ۳۰مه د ۴۰ میلیونه ډالرو د مرستې یوه بله جوپه کابل ته راورسېده.

د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پروړاندې د مبارزې معین عبدالحق اخوند نن د خپل کلني کاري راپور وړاندې کولو په خبري غونډه کې وویل چې اوس په ټول افغانستان کې یو جریب ځمکه نشته چې تریاک یا چرس دې پرې کرل شوي وي.
هغه وايي، د تریاکو او چرسو ټول کښتونه یې له منځه وړي دي. د نوموړي په وینا، نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله نړۍ د نشهيي توکو له ستونزې سره مخ ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې یوې سوداګرې مېرمنې د دغه وزارت د مرکزي ادارو لپاره د ډبرو سکرو د برابرولو قرارداد ګټلی دی.

د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي «کسبګرو او هټۍوالو څخه د ملاتړ» غونډه کې د مالیو راټولولو پرمهال پر شفافیت ټینګار وکړ او وویل چې هېوادوالو څخه د ا.ا لهخوا راټوله شوې مالیه تر ډېره د ښوونې او روزنې او روغتیا په برخو کې لګول کېږي.