
د نشهيي توکو پر کښت بندیز؛ هلمندي کروندګر: د پنبې کرکېله زیاته شوې
د هلمند محلي چارواکي وايي، هېواد کې د نشهيي توکو پر کښت له بندیز وروسته دغه ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله د پنبې کرکېله زیاته شوې ده،

د هلمند محلي چارواکي وايي، هېواد کې د نشهيي توکو پر کښت له بندیز وروسته دغه ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله د پنبې کرکېله زیاته شوې ده،

د ننګرهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په «دره نور» ولسوالي کې یوه ځوان هلک ځانوژنه کړې ده.
د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند حاجي رییس زابلي سلاموطندار ته ویلي، پېښه پرون دوشنبه د تلې ۱۸مه د دره نور ولسوالي په «قلعه شاهي» سيمه کې رامنځته شوې ده. زابلي زیاته کړې، ياد هلک چې اتلس کاله عمر لري، د نارنجو په يو باغ کې په یوې ونې ځان راځړولى و.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (Save the Children) نن په یوه راپور کې ویلي، افغانستان کې ماشومان تر سخت روحي او رواني فشار لاندې دي، ځکه دوی دغه هېواد کې د مخ پر خرابېدونکی ناورین بار پر خپلو اوږو وړي.
د ماشومانو د خوندیتوب سازمان خبرداری ورکړی چې په هر څلورو ماشومانو او لویانو کې یوازې یو یې خپله بېړنۍ درملنه ترلاسه کوي.

د پکتیا او خوست یوشمېر اوسېدونکي وایي، له غلامخان بندر څخه د خوست تر مرکز او پکتیا پورې ۱۳۰ کیلومتره لویهلار چې پر جوړولو یې میلیونونه ډالره لګښت شوی، اوس د باروړونکو موټرو د زیات وزن له امله زیانمنه شوې ده.

د افغانستان په چاروکي د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق نن یکشنبه د تلې ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې پاکستان هره ورځ له افغانستان څخه دغه هېواد ته له درې تر ۴۰۰ لارۍ تازه رومیان او پیاز واردوي.

«سياېناېن» خبري شبکې راپور ورکړی چې کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژلکېدو وروسته په لومړي ځل امریکايي او د ا.ا پلاوي د قطر پلازمېنې دوحه کې سره کتلي دي. په راپور کې ویل شوي چې د اسلامي امارت په مذاکراتي پلاوي کې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم شامل دی.

محمدوزیر د غزني اصلي اوسېدونکی دی او په سترګو ړوند دی. نوموړی سلاموطندار ته وايي، د معلولانو سهمیه چې د مخکیني حکومت پرمهال له درېوو څخه تر پنځه سلنې ټاکل شوې وه، د اسلامي امارت حکومت کې له پامه غورځول شوې ده.

روزګان کې د افغانې سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې دغه ولایت کې بېوزلي ناچاري زیاته شوې او په وینا یې، اوس ۹۵ سلنه خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

هېواد کې وزګارتیا، نامعلومه راتلونکې او اقتصادي ستونزې لامل شوي چې ډېری افغانان په ځانګړي توګه ځوانان له هېواد څخه د وتو په لټه کې شي.
هرات او نیمروز چې له ایران سره ګډه پوله لري هره ورځ پرې ګڼشمېر ځوانان په قانوني او ناقانوني توګه دغه هېواد ته اوړي.

د افغانستان بانک وايي چې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو په دوام، نن د ۴۰ میلیونه نغدو ډالرو یوه کڅوړه کابل ته را ورسېده او یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

که څه هم نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته هم له افغانانو سره خپلې بشري مرستې نه یوازې کمې کړې نه دي، بلکې نورې هم زیاتې شوې دي، خو یوشمېر کابل ښاریان بیا شکایت کوي چې د دوی په نوم راغلې مرستې، اړمنو کورنیو ته نه رسېږي.

کندهار کې یوشمېر ښځينه صنعتکارانې سلاموطندار ته وايي، په دې وروستیو کې يې صنعتي کارونه پیکه شوي او ان تر دې چې کاروبار يې په ټپه ولاړ دی.
دوی زیاتوي چې د ګڼشمېر ښځينه صنعتکارانو کاري جوازونه تر وخت تېر شوي، خو د اړوندو مسوولو ادارو لهخوا نه تمدیدېږي.

د ښځو لاسي صنایعو درېورځنی نندارتون نن د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې جوړ شو. ۶۰۰ ښځو په دغه نندارتون کې خپل لاسي صنایع نندارې ته ايښي، څو یې لپاره پېرودونکي ومومي.
د ښځو په لاس جوړ شوي څیزونه او د هغوی تولیدات په ۸۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د رڼا په نوم محلي راډیو نن د مالي ستونزو له امله خپل نشرات بند کړل.

یوشمېر هېوادوال د افغاني بانکنوټونو د زړښت او کمښت له امله شکایت کوي او وايي چې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی زیاتوي چې افغاني بانکنوټونه ډېر زاړه شوي او د اسلامي امارت سرپرست حکومت باید نوې افغانۍ چاپ او بازار ته وړاندې کړي.

کابل کې د واژه، مقصودي او یوسفزاد خپروندویو ټولنو او کتاب پلورنځیو خاوندان وايي، سره له دې چې د فعالیتونو لپاره یې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه جواز لري، خو کابل ښاروالي دغې ادارې څخه د خدمتونو وړاندې کولو جواز نهدرلودو له امله د دوی فعالیتونه ځنډولي دي.