
ثبت شوي سوالګر: تراوسه حکومت راسره مرسته نه ده کړې
د کابل ښار یوشمېر سوالګر شکایت کوي چې د سرپرست حکومت له لوري یې د معاشونو د ورکړې په موخه د بایومټریک او ثبت بهیر بشپړ شوی، خو په وینا یې، تراوسه یې د مرستو په توګه خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د کابل ښار یوشمېر سوالګر شکایت کوي چې د سرپرست حکومت له لوري یې د معاشونو د ورکړې په موخه د بایومټریک او ثبت بهیر بشپړ شوی، خو په وینا یې، تراوسه یې د مرستو په توګه خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

شکریه چې خاوند او درې ماشومان یې هم ورسره دي وايي، یو کال مخکې پاکستان ته تللې، خو لا هم بېبرخلیکه پاتې ده. هغه هلته له اروايي ستونزو هم سر ټکوي او وايي: «مخکې مې نورو ته د اروايي وضعیت د کنټرول لارښوونې کولې، خو اوس خپله پرې اخته شوې یم. زړه مې تنګېږي. ځان بېبرخلیکه بولم. فکر کوم هر څه خراب شوي، بېرته به جوړ نه شي.»

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره (سیګار) وايي، افغانستان کې د میلیونونه بزګرانو او کروندګرو ژوند د تریاکو له حاصل سره تړلی دی.
دې ادارې ویلي چې دا موضوع د اسلامي امارت له لوري د نشهيي توکو پر کښت د بندیز پر وړاندې یوه تر ټولو لویه ننګونه ده.
نړیوال بانک د یوه تازه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د کورنیو ناخالصو تولیداتو کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دغه بانک وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان په کورنیو ناخالصو تولیداتو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی و، خو اوس دا وړاندوینه کوي چې په ۲۰۲۲ کې به د دغو تولیداتو سلنه تر دې هم ډېره کمه شي.

د کرنې وزارت اړوند د کرنیزو محصولاتو اووه ویشتم خزاني نندارتون نن چهارشنبه د تلې ۲۷مه د «معیارې کرنه، د هېواد د اقتصاد تضمینونکې» په نوم د کابل په بادام باغ کې پرانېستل شو چې د څلور ورځو لپاره به دوام وکړي.

د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي چې د تېر یوه کال پرمهال د اسلامي امارت سرپرست حکومت خلکو ته بنسټیز کارونه نه دي.
نوموړي دغه څرګندونې نن (چهارشنبه، تلې ۲۷مه) کابل کې د کرنې وزارت اړوند د کورنیو تولیداتو اووه ویشتم نندارتون کې د وینا پرمهال وکړې.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال پر مهال د بېوزلۍ کچه ۴۷ او په ۲۰۲۱ کې ۷۰ سلنه وه، خو په ۲۰۲۲ کې ۹۷ سلنې ته لوړه شوې ده.
په دغه راپور کې د ګټېوټې کمېدل، د بیو لوړوالی او د نغدو پیسو ناورین افغانستان کې د بېوزلۍ کچې لوړوالي لاملونه یاد شوي دي.

د ایران د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ وزارت ویلي چې افغانستان د روان کال لومړنیو شپږو میاشتو کې د ۱۴۹،۸ میلیونه ډالرو پانګونې سره دغه هېواد کې له نورو بهرنیو پانګهوالو مخکې شوی او لومړی مقام یې خپل کړی دی. د دغه وزارت په خبره، سږ کال د تېر هغه په پرتله ایران کې د بهرنۍ پانګونې کچه کې ۳۸۴ میلیونه او ۴۰۰ زره ډالره کموالی راغلی دی.

کندوز کې د لبنیاتو د کارخونو یوشمېر مسوولان وايي چې د پخوا په پرتله یې کاروبار ښه شوی دی. دوی زیاتوي چې تولیدات یې زیات شوي او ښه پېردونکي لري.

د برښنا شرکت مسوولانو نن دوشنبه د تلې ۲۵مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خپلو پوروړو ته خبرداری ورکړ چې د برښنا د لګښت پورونه دې ورکړي، ګنې جایدادونه به یې خرڅ کړي. نوموړي هغه ټولې اوازې هم ناسمې وبللې چې ګواکې د کابل ځینو سیمو کې برښنا ډېره او ځینو ته بیا لږه برښنا ورکول کېږي.

نن د اکتوبر۱۶مه د خوړو نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ نړۍ کې پر داسې مهال نمانځل کېږي چې افغانستان کې میلیونونه کسان له سختې لوږې او بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د هلمند محلي مسوولان وايي، کجکي بند کې له څه باندې دوو اوونیو راهیسې د اوبو سطحې ټیټېدو له کبله د یاد بند توربینونه درول شوي چې ورسره هلمند او کندهار کې برښنا پرې شوې ده.

د کندهار او روزګان اوسېدونکو له کلونو راهیسې د روزګان-کندهار لویې لارې چې ۱۷۳ کیلومټره ده، د رغولو لپاره له حکومتونو غوښتي چې یاده لاره ورته ورغوي، خو چا یې غږ نهدی اورېدلی.
تازه روزګانیانو د یوه سوداګر بورجان ذهين په مشري را ټول شوي، پیسې یې را غونډې کړي او هڅه کوي تر ژمي مخکې یاده لاره د موټرو تګراتګ ته چمتو کړي.

نن د تلې ۲۱مه د طبیعي پېښو د اغېزو راکمولو نړیوالې ورځې سره برابره ده. افغانستان کې د روان کال پرمهال ګڼو طبیعي پېښو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د روان کال پرمهال افغانستان کې مرګونو زلزلو، اورلګېدنې، او سېلابونو خلک سخت ځپلي چې اغېزې یې لا هم پر ځای پاتې دي.

د زابل په مرکز کلات ښار کې د «تورې بند» رغنیزې چارې نن په رسمي توګه پیل شوې. دغه بند چې د رغونې چارې به یې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي، د ۱۸ میاشتو په موده کې به د ۹۷میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې یادې ادارې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د توکو د لېږد رالېږد له درکه ۱.۴ ملیارډ افغانۍ عواید ټول کړي دي. عبدالسمېع دراني زیاته کړې چې په تېرو شپږو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ ادارې ۱.۸ میلیون مټریک ټُن توکي انتقال کړي چې پهکې صادرات او واردات شامل دي.