
د لرو پرتو سیمو روغتیايي کارکوونکي: د میاشتې «۱۰۰» افغانۍ معاش راکول کېږي
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي کارکوونکو د هڅونې او ستاینې په موخه نن کابل کې د «ټولنې د روغتیايي کارکوونکو ملي ورځ» ونمانځله.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي کارکوونکو د هڅونې او ستاینې په موخه نن کابل کې د «ټولنې د روغتیايي کارکوونکو ملي ورځ» ونمانځله.

په جوزجان کې د ترکستان په نوم د یوې فابریکې مسوولان وايي، هره ورځ له ۱۲ تر ۱۳ ټُنه د کنجد غوړي تولیدوي چې له ولایتونو سربېره بهرنیو هوادونو ته هم صادروي.
د یادې فابریکې مسوول بازمحمد سلاموطندار ته ویلي چې د یادې فابریکې لپاره یې ماشین الات له چین څخه وارد کړي او دا مهال ۴۰ کسان ورسره پر کار بوخت دي.

د تخار په دشتقلعه ولسوالي کې د ایخانم بندر مسوولان وايي چې دغه بندر کې له تاجکستان سره د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد کچه د پخوا په پرتله کمه شوې ده.

پکتیکا کې د جلغوزیو سوداګر وایي، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال د جلغوزیو حاصلات دوه برابره کم شوي، خو په وینا یې، د حاصلاتو د پلور لپاره په کور دننه او بهر مناسب بازار نهلري. د جلغوزیو یوشمېر سوداګرو سلاموطندار ته وویل، د تېر کال جلغوزي لاهم ورسره ګدامونو کې زېرمه دي چې د وزن کمېدو سربېره مخ پر خرابېدو دي.

د هرات د کرنې ریاست مسوولانو د هرات د ورېښمو صنعتکارانو ټولنې د بیا جوړېدو موخه د ورېښمو یا د افغانستان د سپینو زرو صنعت وده او پرمختګ یادوي. د هرات د ورېښمو یو صنعتکار جمعهخان چې ۴۰ کاله یې په دې برخه کې کار کړی وايي، اوس د ورېښمو چینجیو لپاره څلور صندوقونه لري او که دغه صنعت ته پام وشي، نور پرمختګ به هم وکړي.

باختر دولتي اژانس پر ټویټر د امنیتي مسوولانو له قوله لیکلي چې ګازو د کابل ښار په تایمني سیمه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه کړي دي. د باختر په وینا، په مړو شویو کسانو کې دوه ښځې او څلور ماشومان شامل دي. بلهخوا پر ټولنیزو رسنیو د دې پېښې یوه ویډیو خپره شوې چې ښيي، یوه ښځه او څلور ماشومان د خوب په بستره او بله ښځه هم په تشناب کې مړه شوې ده.

یوشمېر هغه کسان چې په تېر څه باندې یوه کال کې یې دندې له لاسه ورکړي، له سخت اقتصادي وضعیت او وزګارتیا سر ټکوي.
دغه کسان چې مېرمنې هم پهکې دي، سره له دې چې ډېری یې لوړې زدهکړې او کلونه کاري تجربې لري، خو اوس وزګارتیا په مخه کړي او سخت کړاوونه تجربه کوي.

د امام ابوحنیفه نړیوال نندارتون نن د یوشمېر کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو په حضور سره کابل کې پرانېستل شو چې اووه ورځې به دوام وکړي.
دغه نندارتون کې د سیمې هېوادونو یوشمېر سوداګرو او پانګوالو هم ګډون کړی، څو د افغان ښځو لاسي صنایعو او د افغانستان محصولاتو سره بلدتیا پیدا کړي.

د روزګان یوشمېر اوسېدونکي وايي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت ټولو خصوصي بانکونو کې افغانۍ ختمې شوي چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
محمدشفيق چې د دهراوود ولسوالي اوسېدونکی دی او يوې موسسه کې کار کوي، سلاموطندار ته وايي چې معاش يې حواله شوی، خو بانک کې د پیسو نشتون له امله پیسې نه ورکول کېږي.

د غزني د پوهنې ریاست مرستیال میرنصیراحمد حسیني سلاموطندار ته ویلي چې دا پیسې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د دغه ولایت مدرسو ته ځانګړې شوي او ۸۰ سلنه یې هم لګول شوي دي.
په همدې حال کې د غزني یوشمېر اوسېدونکي که څه هم د اسلامي امارت له لوري مدرسو ته د دغو پیسو د ورکړې په اړه خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې ښووونځيو ته هم پاملرنه وکړي.

کابل کې د یوه خیریه بنسټ په مرسته د ۵۵ بېوزله جوړو د ډلهییز واده مراسم ترسره شول.

یوشمېر کابل ښاریان د ژمي را رسېدو ته اندېښمن دي او وايي، سږ کال د خپلو کورنیو لپاره سونتوکي نهشي برابرولی او اړ دي چې په یخنۍ کې شپې او ورځې تېرې کړي.
فرزانه چې د اوو بچیانو مور ده، د هغوی لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د کابل ښار په کوڅو کې د اوبو کوزې پلوري.

د بلخ د مرکز مزارشریف ښار یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو د بیې لوړېدو په اړه شکایت کوي او وايي، سږ کال د سونتوکو بیې د تېر هغه په پرتله دوه برابره شوې دي.
دوی وايي، له څه باندې یو کال راهیسې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او په وینا یې، سږ کال هوا هم ژر سړه شوې او ښايي سخت ژمی تجربه کړي.

نن په هرات کې د کورنیو تولیداتو او د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مسلکي او هنري څانګې فارغانو د لاسي صنایعو درېورځنی نندارتون جوړ شو. د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د ښځو د تولیدي محصولاتو پراختیا او هغو ته بازارموندنه ښودل شوې ده.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، افغانستان کې د ژمي په رانږدېکېدو سره پر سینهبغل او خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پېښې زیاتې شوي. یادې کمېټې په یوه راپور کې ویلي، یوازې د کابل په اندراګاندي روغتون کې د تېر کال په پرتله سږ کال پر سینهبغل له پنځو کلونو څخه د کم عمره اخته ماشومانو ۵۵ سلنه پېښې زیاتې شوې دي.

د المان دولت اعلان کړی چې افغانستان کې ناسم بشردوستانه وضعیت ته په پام له افغانانو سره ۹۰ میلیونه یورو نوره مرسته هم کوي.