Asset 1SWN

خصوصي بانکونو کې د پیسو نشتون له امله د روزګان د اوسېدونکو شکایت

تصويرونه (5)

د روزګان یوشمېر اوسېدونکي وايي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت ټولو خصوصي بانکونو کې افغانۍ ختمې شوي چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

محمدشفيق د دهراوود ولسوالي اوسېدونکی دی او يوې موسسه کې کار کوي. نوموړی سلام‌وطندار ته وايي چې معاش يې حواله شوی، خو بانک کې د پیسو نشتون له امله پیسې نه ورکول کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، څو ځله یې د خپل معاش ترلاسه کولو لپاره بانک ته مراجعه کړې، خو ورته ويل شوي چې بانک کې پیسې نشته او باید په تمه پاتې شي.

نوموړي وویل: «بانګونو کې د پیسو نشتون بېخي زيات شوی. کله چې بانک ته ورشو بېرته مې ځواب کړي، وايي چې پیسې نشته، زموږ خپلې پیسې بانکونو کې بندي دي، حکومت باید دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.»

د روزګان يوشمېر نور اوسېدونکي هم ورته شکايت لري او وايي، بانکونو کې د پیسو نه‌شتون له امله يې چاري خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.

دوی وويل، بانکونو کې د پيسو نه‌شتون له امله د پیر او پلور بازار هم سوړ شوی او د پخوا په څېر پېر او پلور نه‌کېږي.

د روزګان اوسېدونکي بسم‌الله وويل: «چې ورشو بانک ته وايي، پيسې نه شته، نو موږ غواړو له دولت څخه چې زموږ پیسې پر وخت راکړي. موږ يې په دومره ستونزو چې اچولي يو چې لاندی مو غوښتل واخلو، خو اوس پیسې نه شته که دغه ډول وضعيت دوام وکړي، پر بانک به زموږ باور ختم شي.»

دوی اسلامي امارت څخه د دغې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې يوې سرچينې سلام‌وطندار ته وويل، هغه صرافان چې ترينکوټ ښار کې فعاليت کوي، پر بانکونو د نه‌باور له امله خپلې پیسې په فزيکي ډول نورو ولايتونو ته لېږدوي چې دغه کار بازار کې د افغانیو د کمېدو لامل شوی.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

سلام‌وطندار له تېرو دوو ورځو راهیسې هڅه وکړه چې د يادې ستونزې په اړه د افغانستان بانک نظر ترلاسه کړي، خو د دغه بانک وياند حسيب‌الله نوري د مرکې کولو د ژمنې سره سره خبرو کولو ته حاضر نه شوو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام