عباس ستانکزی د اوزبکستان له ځانګړي استازي سره د برښنا پر وارداتو غږېدلی

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر ټویټر لیکلي چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د اوزبکستان له ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشف سره له دغه هېواد څخه افغانستان ته د وارداتي برښنا پر ستونزو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

فاریاب کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

د فاریاب امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده. دغه پېښه پرون جمعه د لیندۍ ۲۵مه د فاریاب قیصار ولسوالي اړوند «میدانک» کلي کې رامنځته شوې ده.

د ښوونځیو تړل کېدل؛ بدخشان کې نجونو زده‌کوونکو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې

زرغونه حیدري چې بدخشان کې د لسم ټولګي زده‌کوونکې ده او له څو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې د غالیو اوبدونکو ټولنې له لوري د غالیو اوبدلو په کارخونه کې غالۍ اوبي، وايي چې د زده‌کړو له کبله د ورپېښ خپګان نه د ځان ژغورلو په موخه یې دغه کار ته مخه کړې ده.

د ژغورنې نړیواله کمېټه: افغانستان له انساني ناورین سره مخامخ دی

د ژغورنې نړیوالې کمېتې (IRC) له انساني ناورین سره د مخ شلو هېوادونو په اړه یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان له سوماليا او ایتوپیا وروسته، درېیم هېواد دی چې له دغه ناورین سره مخامخ دی.
که څه هم افغانستان ته د نړیوالې ټولنې نږدې دوه میلیارډه ډالره مرستې راغلي، خو لا هم د نړۍ درېیم بې‌وزله هېواد دی چې له انساني ناورین سره مخامخ دی.

پروان ته له پنجشېر نه د بې‌ځایه شویو کورنیو شکایت

پروان ولایت ته له پنجشېر نه د جګړو له کبله سلګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ شکایت کوي چې د ژمي په را رسېدو سره سره ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.
دوی له اسلامي امارت او مرستندویه ادارو څخه د لومړنیو مرستو غوښتونکي دي.

د برښنا پرچاوۍ زیاتوالی؛ مسوولان: خلک دې وزغمي

اوزبکستان له څو ورځو راهیسې په دغه هېواد کې د برښنا کموالي له کبله افغانستان ته خپله صادراتي برښنا ۶۶ سلنه کمه کړې چې له کبله یې د کابل په ګډون، د ۱۲ ولایتونو برښنا کمه شوې ده.
خو د افغانستان برښنا شرکت مسوولان وايي چې خلک دې د برښنا کمېدو ستونزې تر حل پورې د برښنا پرچاوي وزغمي.
په همدې حال کې یوشمېر کابل ښاریان وايي چې د برښنا پرچاوۍ یې کاروبار ته زیانمن کړی دی.

ملګري ملتونه: شپږ میلیونه افغانان له قحطۍ نه یو ګام واټن لري

د ملګرو ملتونو اړوند د ښځو برخې بنسټ ویلي، افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کسانو ډېره برخه ښځې جوړوي.
د دغه بنسټ په وینا، بې‌ځایه شوې ښځې په لنډمهاله مېنو کې له مخ په ډېرېدونکو ګواښونو سره مخامخ دي. یاد بنسټ د لیندۍ په ۲۲مه، د سه‌شنبې ورځ پر ټویټر لیکلي چې شپږ میلیونه افغانان له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

کابل ته د ۴۰ میلیونه نغدو ډالرو بله کڅوړه راورسېده

د افغانستان بانک پر ټویټر لیکلي چې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د بشري مرستو په دوام، نن د ۴۰ میلیونه نغدو ډالرو یوه بله کڅوړه هم کابل ته راورسېده او یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
د راپورونو پر بنسټ، تر اوسه د ۴۰ میلیونه ډالرو ۲۱ او د ۳۲ میلیونه ډالرو له ۳۰ ډېرې کڅوړې افغانستان ته رارسېدلې دي.

بلخ کې د کارګرو ماشومانو ډېروالی؛ «غواړم ډاکټر شم، خو نور زده‌کړې نشته»

بلخ کې د بې‌وزلۍ زیاتېدو له امله ماشومان تر ډېره اغېزمن شوي دي. دغه ماشومان چې د خپلې کورنۍ د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله له زده‌کړو محروم دي، له سهار تر ماښامه د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په لټه دي. له امېد سربېره مزارشریف کې نور کوچني ماشومان هم شته چې د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له کبله درنو کارونو ته اړ کړل شوي دي.

غور کې د معلولانو اعتراض؛ «په تېرو دوو کلونو کې له پامه غورځېدلي یوو»

د غور یوشمېر معلولانو نن سهار د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې د دوی د حقونو نه ورکړې له کبله د اعتراض په توګه را ټول شول او له حکومت نه یې وغوښتل چې پام ورواړوي. امیرداد چې څلورکسیزه کورنۍ ور پر غاړه ده، له حکومت څخه غواړي چې د ده په ګډون، د ټولو معلولانو حقونه ورکړي.

د افغانستان بانک سبا څوارلس میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا د «افغانۍ» ارزښت ساتلو په موخه د یوې داوطلبۍ له لارې څوارلس میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي.
د افغانستان بانک ویلي، ګټونکي بانکونه او شرکتونه باید د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي او د ضمانت ټولې پیسې هم په یوه وار دغه بانک ته وسپاري. د افغانستان بانک له نورو بانکونو، د صرافیو او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبي کې ګډون وکړي.

روانه اوونۍ کې د ۴۰ میلیونه ډالرو دویمه کڅوړه کابل ته راورسېده

د افغانستان بانک پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د بشري مرستو پر دوام نن سه‌شنبه د لیندۍ ۱۵مه د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو یوه بله کڅوړه کابل ته رسېدلې او یوه سوداګریز بانک ته یې سپارلې ده.