د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی پلاوی له ا.ا سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه سازمان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی، څو د افغان ښځو د زده‌کړو او کار په اړه د اسلامي امارت له مشرانو سره خبرې اترې وکړي.

روزګان کې خلکو د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له کبله لاریون وکړ

لسګونو روزګانیانو نن د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له کبله د اعتراض په توګه لاریون وکړ.
دوی وايي، له یوې خوا سوړ ژمی پرې راغلی او بله‌خوا وزګاره دي؛ نو سختو اقتصادي ستونزو پرې تریخ کړی دی. ‎

جوزجان کې سړې هوا ۱۸ کسان مړه کړي

د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند عبدالستار حلیمي وايي، د سختې واورې اورېدو او سړې هوا د دغه ولایت خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د نوموړي په وینا، جوزجان کې سړې هوا د څلورو ماشومانو او پنځو ښځو په ګډون، ۱۸ کسانو ژوند بایللی او نږدې ۱۷زره څاروي هم مړه شوي دي.
هغه وايي، دا لومړنۍ شمېرې دي او ښايي خلکو ته د اوښتې مړینې شمېرې تر دې هم لوړې شي.

جوزجان کې سړو څه کم درې‌نیم زره څاروي مړه کړي

د جوزجان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس سراج‌الدین سراجي سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په خماب، فیض‌اباد، خواجه‌دوکوه، قوش‌تپې، درزاب، مردیان، منګجیک، اقچې، قرقین او خانقاه ولسوالیو کې ۳۴۰۷ څاروي د سختو سړو له کبله مړه شوي دي.

د بامیان او دایکندي اوسېدونکي: د خوراکي او سوند توکو د پېر توان نه‌لرو

په بامیان او دایکندي کې د سختو واورو  له اورښت سره هم‌مهاله د دغو دوو ولایتونو اوسېدونکي له بې‌وزلۍ او ناداراۍ څخه د اندېښنې په څرګندونو سره وايي چې د خوراکي او سوند توکو د پېرلو توان نه‌لري. دوی همداراز د مرستو نه ترلاسه کولو او د مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستو پر ناعادلانه وېش هم نیوکه کوي.

امیرخان متقي: افغانستان کې د شته ستونزو عاملان «بهرنیان» دي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي څو ورځې وړاندې د دغه وزارت پر کارکوونکو د برید قربانیانو د فاتحې مراسمو کې وویل چې افغانستان کې د شته ستونزو عاملان «بهرنیان او یرغلګر» دي. بله‌خوا سیاسي فعال جمعه‌خان پویا وايي، په افغانستان کې د حکومتونو یو فرهنګ دا دی چې تل د شته ستونزو پړه پر نورو وراچوي او سرچینه یې له بهره ګڼي.

د پکتیکا زلزله‌ځپلي: موسسې ولاړې، موږ یې بې‌کوره پرېښودو

د پکتیکا د ګیان ولسوالي یوشمېر اوسېدونکو چې کورونه یې په اوړي کې د زلزلې له امله نړېدلي سلاموطندار ته ویلي، د څو میاشتو په تېرېدو لا هم د اوسېدو کورونه نه‌لري او د ژمي سړې شپې او ورځې په خیمو کې تېروي. دوی وايي، یوشمېر موسسو چې د دوی لپاره د استوګن‌ځایونو ژمنې کړې وې، کورونه یې ناجوړ پريښي او له سیمې وتلې دي.

سوړ ژمی او تش لاسونه؛ متقاعدین: د ځان د درملنې وس نه‌لرو

عبدالله جمیل چې حکومت کې له کلونو خدمت کولو وروسته څلور کاله مخکې تقاعد شوی، وايي چې له مغزي سکتې وروسته یې د سترګو دید له لاسه ورکړی او اوس د ناروغۍ پر بستر پروت دی.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل، هره ورځ په دې هیله تېروي چې خپل حقوق به ترلاسه کړي، څو د خپلې کورنۍ اړتیاوي پوره کړي، خو دا هیله یې تراوسه نه ده پوره شوې.