ناروغان د کابل دولتي کلینیکونو کې د ډاکټرانو او امکاناتو له کمښت څخه سر ټکوي

په داسې حال کې چې اوس د کابل دولتي کلینیکونو ته د ورتلونکو ناروغانو شمېر مخ په ډېرېدو دی، خو دغه کلینیکونه د درملو، مسلکي کارکوونکو او ځای له کمښت سره مخامخ دي.
د کابل ښار د تايمني اوسېدونکې سیماګل چې خپل دوه‌کلن ماشوم يې د دې سیمې کلينيک ته ور وړى، په دغه روغتيايي مرکز کې د درملو له نشتوالي شکايت کوي.

د عامې روغتیا وزارت: د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بودیجه برابرولی شو

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسوولانو څه موده وړاندې سلام‌وطندار ته ویلي وو چې د ا.ا له واکمنېدو راهیسې یادې کمېټې ۲۵ دولتي روغتونونو سره مرستې کولې چې د مالي ستونزو له امله به دغه کمېټه د اګسټ تر پایه یادو روغتونونو سره خپلې مرستې دروي.

د ا.ا دویمه کلیزه او پر ښځو د محدودیتونو دوام؛ افغان مېرمنې: له خپلو حقونو بې‌برخې یوو

یوشمېر افغان مېرمنې د ا.ا حکومت له دویمې کلیزې سره هم‌مهاله وايي چې د سرپرست حکومت له لوري پرې د بندیزونو لګېدو دوام لامل شوی چې ورځ تر بلې په ټولنه کې څنډې ته شي.
ا.ا د تېر کال له زمري میاشتې راهیسې په څو بېلابېلو فرمانونو سره ښځې له زده‌کړو او کار را ګرځولي چې یوشمېر ښځې دا پرېکړې د دوی د څنډې ته کولو په مانا بولي.