۲۰۲۱؛ افغان مېرمنې او خبریالان له ګڼو ننګونو سره مخ وو

دې ته په پام چې له کلونو راهیسې ښځې او خبریالان له ډېرو ستونزو او ننګوونو سره مخ وو، خو د کار، زده کړو او تحصیل حق یې درلود. په تېر میلادي کال د پخواني حکومت په چوکاټ کې د هېواد ښځو، په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي برخو کې رول درلود، خو په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتلو سره ډېرو ټولنیزو فعالیتونو کې یې ونډه کمه شوه.

۲۰۲۱؛ له ښوونیز او زده‌کړه‌ییز اړخه افغانستان لپاره خراب کال و

په تېر ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان ښوونیز او زده‌کړه‌ییز نظام له سیاسي او د کورونا ویروس د خپرېدو له امله له ګڼو ننګونو او لوړو او ژورو سره مخ و.

د ۲۰۲۱ کال په اپرېل میاشت کې ښوونځي او پوهنتونونه د دوو میاشتو لپاره پرانیستل شول او په نورمال ډول یې دوام درلود، خو د کورونا ویروس خپرېدو ښوونیز او زده‌کړه‌ییز بهیر ته زیان ورساوه.

یونیسف: د نړۍ د ماشومانو ۲۷سلنه مرګ‌ژوبله افغانستان جوړوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یا یونیسف ویلي چې ۲۰۲۱ کال کې د جګړو پر مهال د ماشومانو له حقونو پراخې سرغړونې شوې دي. یونیسف پرون په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي، له افغانستان څخه تر یمن، سوریه او شمالي ایټوپیا پورې، زرګونو ماشومانو د وسله‌والو نښتو او تاوتریخوالي له امله زیانمنکوونکې بیې پرې کړې دي.

کاناډا افغان ښځينه قاضیانو او د هغوی کورنۍ ته پناه ورکوي

د کاناډا د کډوالو وزارت ویلي چې دغه هېواد په پام لري هغو افغان ښځينه قاضیانې او د هغوی کورنۍ چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو په ځانګړې توګه یونان ته وړل شوي ورته پناه ورکړي. رویټرز خبري اژانس د دغه موضوع په اړ ه د کاناډا د کډوالو وزارت د یوه ویاند له خولې رپوټ ورکړی دی.

بلنکین: د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا لپاره نغدې پیسې ورکوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي، د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا لپاره د لارو چارو پر څېړنو بوخت دی. بلنکین دغه څرګندونې د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ورځ په یوې خبري ناسته کې کړي دي. نوموړي په دغه ناسته کې ټينګار کړی چې امریکا په دې وروستیو کې د افغانستان له شتمنۍ څخه د ۲۸۰ میلیونو ډالرو د ازادولو په برخه کې مهمه ونډه لرله.

په ۲۰۲۱ کال کې ۴۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي

د خبریالانو نړیوال فدراسیون اعلان کړی چې په تېر ۲۰۲۱ کال کې ۴۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د نړۍ په ۲۰ هېوادونو کې د خپلو دندو پر مهال وژل شوي دي. دغه بنسټ د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ورځ په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي چې د خبریالانو د وژنې ډېرې پېښې په افغانستان کې وې.

د کډوالو نړیوال سازمان: سږکال سلګونه زره افغانان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي

د کډوالو نړیوال سازمان وايي چې ۲۰۲۱ کال د افغانانو لپاره د کډوالۍ په برخه کې له کړاوه ډک و چې په دغه کال کې سلګونه زره کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه، ګن‌شمېر له هېواده بهر کډوالۍ ته اړ شوي او تر یوه میلیونه نور بیا له بهرنیو هېوادونو بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د امریکا د کډوالو ادارې د سلګونه افغانانو د بشردوستانه ویزو غوښتنې رد کړي

اسوشیټډپرس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د امریکا د کډوالۍ او خدمتونو فدرالي ادارې د سلګونه افغانانو چې غوښتل یې په لنډمهالې توګه امریکا کې پاتې شي، د بشردوستانه وېزو غوښتنلیکونه رد کړي دي. د رپوټ له مخې، د دغو غوښتنو ردول د وېزو غوښتونکو د ناهیلۍ لامل شوي چې له ګواښ سره مخ دي.

د اسلامي امارت ځواکونو نیمروز کې د پاکستاني پوځ د تاسیساتو مخه نیولې

 نیمروز ولایت کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته وايي چې څو ورځې وړاندې پاکستاني پوځیانو غوښتل د یاد ولایت د چهاربرجک ولسوالي په «دک» سیمه کې د ځان لپاره پوستې جوړې کړي چې پرون یې د اسلامي امارت ځواکونو مخه نیولې ده.

سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه مالیې وزارت پاکستان ته پلاوی لېږلی

د مالیې وزارت ویاند احمد‌ولي حقمل سلام‌وطندار ته وویل، هغه سوداګر چې هم افغانستان او هم پاکستان کې فعالیت لري، دواړو هېوادونو کې ورڅخه د مالیې اخیستو له ستونزو سره مخ دي. هغه ویلي چې له دواړو هېوادونو څخه سوداګر باید یوه هېواد کې مالیه ورکړي او د دوه ځلې، مالیې ورکولو مخه باید ونیول شي.

د افغانستان بانک: د بانکونو فعالیتونه به ډېر ژر عادي حالت غوره کړي

د افغانستان بانک اعلان کړی چې د هېواد بانکي سیستم به ډېر ژر بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي. دغه بانک نن په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې ډاډ ورکړی چې د هېواد بانکي سکټور به بېرته ښه شي او ډېر ژر به یې فعالیتونه عادي حالت غوره کړي.

د اسلامي امارت مشر خپلو ځواکونو ته: د ټولبښنې فرمان درناوی وکړئ

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخوند‌زاده په کندهار کې له چارواکو او محلي مسوولانو سره په یوې لویه غونډه کې لیدلي دي‎. باختر خبري اژانس پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې هبت‌الله اخوند‌زاده له چارواکو سره په دغې لیدنه کې د اسلامي امارت پر ځواکونو غږ کړی چې د ټولبښنې فرمان ته دې درناوی وکړي.