د ژغورنې نړیواله کمېټه: د افغانستان ۹۰سلنه روغتیايي مرکزونه تړل‌کېدو ته نږدې شوي

د ژغورنې نړیوالې کمېتې د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان روغتیايي سیستم د پاشلتیا له ګواښ سره مخ دی او وېره شته چې د دغه هېواد څه باندې ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونه وتړل شي. په رپوټ کې راغلي چې د اسلامي امارت په راتلو سره کڼ‌شمېر نړیوالو مالي ملاتړ کوونکو خپلې بشردوستانه مالي مرستې له افغانستان سره ځنډولي دي.

شنونکي: پاکستان د اسلامي امارت په کمزوري‌‌کېدو کې خپلې ګټې لټوي

په دې وروستیو کې د پاکستان او اسلامي امارت چارواکو ترمنځ پر ډیورنډ  فرضي کرښه د پاکستاني پوځ له‌خوا د اغزن تار غځولو او د هېواد پر ختیځو سیمو د راکیټي بریدونو پر سر ناندرۍ زیاتې شوي دي. د چارو یو‌شمېر شنونکي وايي چې پاکستان په دې کړنو سره غواړي، د اسلامي امارت حکومت کمزوری کړي او خپل ولس او نړیوالو ته وضعیت ناسم وښایي.

واورو او توپانونو په بامیان او دایکندي کې د روغتیايي خدمتونو بهیر ټکنی کړی

په بامیانو کې د اغاخان پراختیايي بنسټ د روغتیا برخې مسوولان او د به‌زیستي او تحرک موسسې چارواکي وايي چې له درېوو ورځو راهیسې، د درنو واورو د ورښت او سختو توپانونو له کبله د دایکندي ولایت د پنځو او د بامیانو ولایت د دوو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوي او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر له ستونزو سره مخ شوی دی.

نیوزیلنډ سرور دانش او د هغه د کورنۍ ۱۳ غړو ته پناه ورکړې

د نیوزیلنډ د کډوالو چارو وزارت منلې چې د افغانستان د مخکیني حکومت د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د هغه د کورنۍ ۱۳غړو ته یې پناه ورکړې ده. د نیوزیلنډ د کډوالو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د بشرحقونو په اړه د سرور دانش دریځ د دې لامل شوی چې دوی ورته پناه ورکړي.

اسلامي امارت ایټالیا کې د سفیر په توګه د فهیم کشاف ګومارل رد کړي

ایټالیا کې د افغانستان سفارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې سفارت پخوانی ډیپلومات محمد‌فهیم کشاف په ناقانونه توګه د افغانستان د سفارت انګړ ته ور دننه شوی او سفیر سره یې له دې امله فزیکي شخړه کړې چې د اسلامي امارت له لوري په روم کې سفیر ټاکل شوی دی.

اوچا: روان سخت ژمی به د افغانانو ژوند تریخ کړي

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې د افغانستان اوسېدونکي ډېر سخت ژمي په مخ کې لري او روان ژمي کې به د دوی اوسنی وضعیت نور هم ستونزمن او تریخ شي.

دغه بنسټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د وروستیو ورځو په ترڅ کې درنو وارو او بارانونو په یو‌شمېر ولایتون اغېزمن کړي او الوتنې یې له خنډ سره مخ کړي دي.

برادر: اسلامي امارت د مخکیني نظام په چارواکو نه بدناموو

د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون د افغانستان له ملي ټلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکه ویلي چې اسلامي امارت په خپل نظام کې د مخکیني حکومت د چارواکو د شاملولو لپاره  هوډ نه لري او دغه کسان به د نوي نظام د بدنامۍ لامل شي.

قریشي: پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګول به دوام ولري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي  ویلي چې هېواد یې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د اغزن تار لګولو په اړه د راپورته شویو جنجالونو د هواري لپاره له ډيپلوماټيکو لارو د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو سره د تعامل په هڅه کې دی.

نوموړي په پاکستان کې یوې خبري ناسته کې ټينګار کړی چې دغه هېواد خپلو ملي ګټو ته ژمن دی او په یوه اړخیزه توګه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله کې د اغزن  تار لګولو ته دوام ورکړي.

د سلام‌وطندار په نوښت «د ولایتي راډ‌یوګانو د فرصتونو او ننګونو د ارزونې» غونډه جوړه شوه

د سلام‌ افغانستان راډیويي موسسې «سلام‌وطندار راډیو» په نوښت نن کابل کې د ولایتي راډیوګانو د مسوولانو سربېره د اسلامي امارت د یوشمېر چارواکو په شتون کې د «ولایتي راډیوګانو د فرصتونو او ننګونو د ارزونې» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه کړې وه. په دغه غونډه کې د محلي راډیوګانو پر ستونزو او ننګونو خبرې وشوې.

یوه افغان‌کډواله مېرمن ایران کې د سړې هوا له امله مړه شوې

د ترکې صباح ورځپاڼې د رپوټ له مخې، یوه افغان مېرمنه له خپلو دوو ماشومانو سره چې غوښتل یې له ایران څخه ترکیې ته واوړي، د لارې په اوږدو کې د سړې هوا له امله مړه شوې ده.

په رپوټ کې د ترکي چارواکو له قوله راغلي چې دغه مېرمن د ایران په «بلاسور» کلي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې ته نږدې مړه شوې.

سیګار: روغتیايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار هېواد کې د ښځو د وضعیت څرنګوالي څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې روغتیايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی  محدود شوی دی. خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پر ښځو د محدودیت لګول او روغتیايي مرکزونو ته د هغوی د لاسرسي محدودېدل ردوي.