
افغانستان به نږدې راتلونکې کې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز برخه شي
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز یوه برخه شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز یوه برخه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ساتنې او مصرف لپاره د یوه نوي ځانګړي صندوق د جوړولو خبر ورکړی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د «افغان فنډ» په نوم دغه نوي جوړ شوي صندوق ته به د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو له جملې شاوخوا ۳نیم میلیارډ ډالر وسپارل شي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن چهارشنبه د (وږي ۲۳) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه یې تراوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۹۱۴ سوالګر راټول کړي دي. همداراز د کابل له بېلابېلو سیمو څخه په راټولو شویو ۵۱۸ نارینه سوالګرو کې ۱۳۸ یې مستحق او ۳۸۰ یې مسلکي ښودل شوي دي.

د روزګان محلي مسوولان وايي، دغه ولایت کې یې هغه اووه کسیزه ډله نیولې چې د نجونو په نوم به یې خلک تېر اېستل او خپلې غوښتنې به یې پرې پوره کولاې.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د هېواد د لرو پرتو سیمو خلکو ته روغتیايي خدمات په سمه توګه نه وړاندې کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچارډ بنټ یوه رپوټ کې ویلي چې افغانان د بشري حقونو له ناورین سره مخ دي.
ریچارډ بنټ افغانستان کې د بشري حقونو له ناورین ډک وضعیت ته د حل لارې لپاره د اساسي بدلونونو غوښتنه کړې ده.

د غور محلي مسوولان وايي چې دغه دوه هلکان او نجونې پرون د فېروزکوه ښار او د یاد ولایت د دولتیار ولسوالي د ابتداییه محکمو له لوري په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

کندهار کې یوه سرچینه وايي چې د حکومت د سرپرستې کابینې یوشمېر غړي د ا.ا د مشر هبتالله اخندزاده سره پر ځینو ملي او مهمو مسایلو د خبرو لپاره دغه ولایت ته تللي دي. سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته ویلي، له تېرو درېوو ورځو راهیسې د سرپرستې کابینې ۱۶ چارسمبالي وزیران دغه ولایت کې دي.

روزګان کې د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر ښوونځیو ته د نجونو زدهکوونکو د تلو په اړه پرونۍ څرګندونې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د پوهنې وزارت سرپرست دغه ولایت ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې کورنۍ نهغواړي اوسنیو شرایطو کې خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولېږي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار د دغه هېواد کانګرېس ته په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان ګاونډیو د ځینو اندېښنو له کبله دغه هېواد سره خپله سوداګري او ټرانزیټ محدود کړی. سیګار په دغه راپور کې ویلي، د ا.ا له واکمنېدو راهیسې افغانستان ته د توکو د لېږد رالېږد کچه له ۴۰ تر ۵۰سلنې کمه شوې ده.

د افغان رسنیو او خبریالانو یوه ملاتړي بنسټ «کابل پرېسکلب» پکتیا کې له خبریالانو سره د ا.ا د پروني چلن او خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالي غبرګون کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې ته اعتراضیه لیک استولی دی.
د کابل پرېسکلب ادارې یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په تېره یوه میاشت کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۹ قضیې ثبت کړې دي.

وروسته له هغې چې پکتیا کې د ښوونځیو مدیرانو او خلکو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ځینې پرانېستل شوي ښوونځي پرون بېرته وتړل شول، نجونو زدهکوونکو یې په غبرګون کې لاریون وکړ. پکتیا کې له نږدې دوو اوونیو وروسته د ښوونځيو بېرته تړلکېدو او د نجونو لاریون په کور دننه او بهر ګڼشمېر غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.

د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر نن روزګان کې د یوې غونډې پرمهال ویلي، اوسنیو شرایطو ته په پام خلک نه غواړي چې خپلې ۱۶کلنې لوڼې ښوونځيو ته واستوي.
نوموړي زیاته کړه چې هڅه کوي ډېر ژر د نجونو لپاره شرایط برابر کړي، څو وکولای شي په خوندي چاپېریال کې خپلې زدهکړې وکړي.

د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب قومنداني مسوولان پنجشېر کې د ا.ا د پوځ لیکو ته د ځوانانو د جذبولو بهیر له پیل څخه خبر ورکوي. د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده د دغه ولایت د جلب او جذب قومندان حسنالبنا حدید له قوله ویلي، د دغه بهیر له پیله تر دا مهاله د پنجشېر لسګونه ځوانان د ا.ا د پوځ لیکو ته جذب شوي.

بغلان کې د مېرمنو د لاسي صنایعو د تولید کارخونو مسوولان وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې د لاسي صنایعو تولیدات ۷۰ سلنه کم شوي دي.

د کندهار د ارغنداب سندیزې حوزې مسوولانو شاوليکوټ ولسوالي کې د دهلېبند اوبه چې د وروستیو بارانونو له امله پنځو زینو څخه ۲۰ ته لوړې شوي، د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه خوشې کړي دي.