
میدانوردګ کې یوې مېرمنې خپله ۱۲کلنه «بنزۍ» وژلې
د میدانوردګ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوې مېرمنې خپله دولس کلنه بنزۍ سخته وهلې چې له امله یې ساه ورکړې ده.

د میدانوردګ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوې مېرمنې خپله دولس کلنه بنزۍ سخته وهلې چې له امله یې ساه ورکړې ده.

کابل ښاروالي پر ټویټر لیکلي چې یوشمېر افغان سېکان او هندوان نن دغې ادارې ته ورغلي وو او هلته یې له کابل ښاروال عبدالرشید بلوڅ سره لیدلي دي.

د پکتیا او خوست یوشمېر اوسېدونکي وایي، له غلامخان بندر څخه د خوست تر مرکز او پکتیا پورې ۱۳۰ کیلومتره لویهلار چې پر جوړولو یې میلیونونه ډالره لګښت شوی، اوس د باروړونکو موټرو د زیات وزن له امله زیانمنه شوې ده.

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولايت په پنجوايي ولسوالي کې يوه ځوان د عصبي ناروغي له امله ځانوژنه کړې ده.

د افغانستان په چاروکي د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق نن یکشنبه د تلې ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې پاکستان هره ورځ له افغانستان څخه دغه هېواد ته له درې تر ۴۰۰ لارۍ تازه رومیان او پیاز واردوي.

«سياېناېن» خبري شبکې راپور ورکړی چې کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژلکېدو وروسته په لومړي ځل امریکايي او د ا.ا پلاوي د قطر پلازمېنې دوحه کې سره کتلي دي. په راپور کې ویل شوي چې د اسلامي امارت په مذاکراتي پلاوي کې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم شامل دی.

د کانکور ازموینې یوشمېر ګډونوالې شکایت کوي چې سږ کال یې د خپلې خوښې پوهنتون، پوهنځي او څانګې د غوراوي حق نه درلود.
دوی وايي، که څه هم په کانکور ازموینه کې یې ګډون کړی، خو پایلو ته یې خوشحاله نهدي؛ ځکه په وینا یې، دوی پهکې په خلاص لاس غوراوی نه شوای کولای.

ګڼشمېر افغانانو نن د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې افغانستان کې د «هزارهګانو د نسلوژنې» په غبرګون کې لارو او کوڅو ته راووتل او د هزاره وګړو د نسلوژنې د درېدو غوښتنه یې وکړه.
دا اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې د تلې پر ۸مه د کابل لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید پرمهال لسګونه زدهکوونکو ته مرګژوبله واوښته.

محمدوزیر د غزني اصلي اوسېدونکی دی او په سترګو ړوند دی. نوموړی سلاموطندار ته وايي، د معلولانو سهمیه چې د مخکیني حکومت پرمهال له درېوو څخه تر پنځه سلنې ټاکل شوې وه، د اسلامي امارت حکومت کې له پامه غورځول شوې ده.

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د کابل د پنځمې امنیتې حوزې اړوند سیمه کې نننۍ چاودنې درې ملکیان ټپیان کړي دي.
خالد ځدراڼ نن شنبه د تلې ۱۶مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چاودنه د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ملکیانو پر یوه کاسټر موټر شوې ده. د کابل د امنیې قومنداني ویاند همداراز لیکلي، چاودنه د سړک ګلدان کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې.

د کاناډا حکومت وايي چې دغه هېواد ته یې د سپاهپاسداران د غړیو په ګډون، د څه باندې ۱۰زرو ایراني چارواکو پر ورتګ بندیز لګولی او په وینا یې، تر دې وروسته به یادو کسانو ته اجازه ور نه کړي چې کاناډا ته دننه شي.

که څه هم د لوړو زدهکړو وزارت څو ورځې وړاندې له ځینو رسنیو سره په مرکو کې یو ځل تایید کړه چې د کانکور ازموینه کې یې ځینې بدلونونه راوستي، خو وروسته یې بېرته خپله خبره واخیسته. زما د معلوماتو پر بنسټ او ولایتونو کې د کانکور ازموینې اخیستو او شته سندونو ته په کتو، د دې پوښتنې ځواب دا دی چې د لوړو زدهکړو وزارت رښتیا هم په دې پروسه کې بدلون راوستی دی.

د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا افغانستان کې د ښځو بد وضعیت او ټولنې څخه د هغوی څنګ ته کولو څخه اندېښنه ښوولې.
سره له دې چې تېرو دوو لسیزو کې افغان ښځو سیاسي او ټولنیزو برخو کې نسبي حضور درلود، خو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، حکومت او سیاست څخه څنډې ته کړل شوي دي.

پکتیکا کې محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د پکتیکا د امنیې قومنداني مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت په مټاخان ولسوالي کې د یوه لاسي بم چاودنې پرمهال یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

عتیقالله د کابل ښار اوسېدونکی دی او له کلونو راهیسې نشهيي توکي کاروي. نوموړی څلور لورګانې او یو زوی لري. عتیقالله وايي چې څه موده یې د درملنې هڅې وکړه، خو د اقتصادي ستونزو له امله یې بېرته د نشهيي توکو کارولو ته مخه کړه.

هېواد کې وزګارتیا، نامعلومه راتلونکې او اقتصادي ستونزې لامل شوي چې ډېری افغانان په ځانګړي توګه ځوانان له هېواد څخه د وتو په لټه کې شي.
هرات او نیمروز چې له ایران سره ګډه پوله لري هره ورځ پرې ګڼشمېر ځوانان په قانوني او ناقانوني توګه دغه هېواد ته اوړي.