غور کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې

غور کې یوې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

د سرچینې په وینا، یادې نجلۍ پرون دوشنبه د تلې دویمه د فېروزکوه ښار اړوند «جرتیلک» کلي کې ځان ویشتلی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

له برښنايي پېژندپاڼو د کورنیو چارو وزارت نوم لرې شوی

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وايي چې له دې وروسته به نوې چاپېدونکې برښنايي پېژندپاڼې د کورنیو چارو وزارت د نوم پرځای د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په نوم چاپ شي.

د یادې ادارې سرپرست فقیرمحمد زیار نن سه‌شنبه د لړم درېیمه کابل کې یوې خبري ناستې پرمهال دغه څرګندونې وکړې.

پنجشېر کې د اسلامي امارت له لوري د بشري حقونو د نقض په اړه د خلکو شکایت

د پنجشېر یوشمېر اوسېدونکي دغه ولایت کې د اسلامي امارت له لوري د بشري حقونو د نقض په اړه شکایت کوي.
د درې ولسوالي اوسېدونکی محمدکریم-مستعار نوم- وايي: «زما د کورنۍ غړی له خپل کارځای او هټۍ نه بیول شوی، وژل شوی او ناڅرګند ځای کې اچول شوی. ۲۰ کاله کېدل چې هټۍ‌وال و او له هېڅ لوري سره یې هېڅ ډول اړیکه نه لرله.»

د هلمند اوسېدونکي: د ګڼې‌ګوڼې مخنیوي لپاره دې پر هلمند سیند بل پُل جوړ شي

د هلمند پر سیند جوړ شوی یوازینی پُل چې د دغه ولایت لس ولسوالي له مرکز لښکرګاه ښار سره نښلوي د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله ډېری وخت بند وي.

له مرکز لښکرګاه ښار سره د یادې لویې لارې د بندېدو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

اسلامي امارت: بدخشان کې مو ۳۸ مخالفان ووژل او ۷۸ مو ژوندي نیولي

بدخشان کې د اسلامي امارت محلي مسوولان وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال ۳۸ مخالفان وژلي او ۷۸ نور یې ژوندي نیولي دي. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ویلي چې په وژل شویو کې د یادو مخالفانو دوه قومندانان «بحرالدین او عبدالحمید» هم شامل دي.

ستانکزی بنټ ته: هېواد کې د ښځو ځان‌وژنه او ناقانوني وژنې صفر شوي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي شنبه شپه د تلې ۳۰مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د بشري‌حقونو برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریجارډ بنټ د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره کتلي دي. د یادې کتنې د کره نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي.

له بې‌برخلیکه ژوند تر اروايي ناروغیو؛ پاکستان کې پر افغان خبریالانو څه تېرېږي؟

شکریه چې خاوند او درې ماشومان یې هم ورسره دي وايي، یو کال مخکې پاکستان ته تللې، خو لا هم بې‌برخلیکه پاتې ده. هغه هلته له اروايي ستونزو هم سر ټکوي او وايي: «مخکې مې نورو ته د اروايي وضعیت د کنټرول لارښوونې کولې، خو اوس خپله پرې اخته شوې یم. زړه مې تنګېږي. ځان بې‌برخلیکه بولم. فکر کوم هر څه خراب شوي، بېرته به جوړ نه شي.»