
خوست کې اورلګېدنې هټۍوالو ته مالي زیانونه اړولي
د خوست محلي مسوولان وايي چې نن یکشنبه د لړم ۲۹مه له غرمې وروسته د دغه ولایت مرکز متون ښار په یوه مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله هټۍوالو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د خوست محلي مسوولان وايي چې نن یکشنبه د لړم ۲۹مه له غرمې وروسته د دغه ولایت مرکز متون ښار په یوه مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله هټۍوالو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي، د دغه ولایت په ګردې څېړۍ ولسوالي کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده. د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند عبدالباري منیب سلاموطندار ته ویلي، دغه ځوان «حلیمالله» نومېږي او پرون شنبه یې د ګردې څېړۍ په سروخېلو کلي کې د ټوپک په وسیله ځان وېشتلی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی. د امنیې قومنداني ویاند زیاته کړې چې یاد ځوان ۲۸ کاله عمر درلود، خو په وینا یې، تراوسه یې د وژنې لامل نه دی معلوم.

د ایخانم تاریخي ښارګوټی چې د تخار په دشت قلعه ولسوالي کې موقیعت لري، د حکومتونو د نه پاملرنې له امله اوس په یوې کنډواله بدل شوی دی.

د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله د زوم په ګډون دوه کسان مړه شوي او اووه نور ټپیان دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وايي چې افغان ښځې او نجونې د دوی او اسلامي امارت ترمنځ د خبرو غوښتونکي دي.

لنډ او کاناډا په ګډه د رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف د رییسانو په توګه له دغه اېتلاف څخه د افغانستان غړیتوب لهمنځه یووړ.
دغو دوو هېوادونو ویلي چې د یاد اېتلاف له ټولو غړیو سره په مشورې یې پرېکړه کړې چې افغانستان به له دې وروسته د رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف غړی نه وي.

نړیوالې ټولنې تل د ګڼو غونډو پر مهال افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی، خو لا یې هم څرنګوالی نهدی روښانه کړی. شنونکي هم نیوکه کوي چې نړیواله ټولنه خپل شرط نه روښانوي او نه یې هم د افغانستان د تلپاتې ثبات لپاره له زړه کار کړی دی.

د سمنګان د لوړو زدهکړو موسسې مسوولان وايي چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۳۵زره ډالرو په ارزښت دغه موسسه کې د هلکانو لپاره د فوټبال او د نجونو لپاره د ټېنس لوبغالي جوړ کړي دي.

هلمند کې یوشمېر لیکوالان، تاریخپوهان او فرهنګپال وايي چې د دغه ولایت د بُست تاریخي کلا او نور لرغوني ابدات د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د پروان محلي مسوولان وايي چې د مرکز چاریکار ښار اړوند ۱۱مه حوزه کې د ۴۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه ښوونځي د رغېدو ډبره کېښودل شوه. د پروان د والي ویاند عبیدالله امینزاده سلاموطندار ته وايي، د دغه ښوونځي د رغولو چارې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ له لوري پرون پیل شوې.

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په موسیقلعه ولسوالي کې د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی ماشوم ژغورل شوی دی.
د یاد ولایت د مسوولانو په وینا، دغه ماشوم پرون ناوخته د موسیقلعه ولسوالي په «لوی تل» سیمه کې ژورې څاه ته لوېدلی و چې بېګاه شپه ناوخته ژغورل شوی دی.

په تازهګۍ سره د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد ویلي چې مشر یې هبتالله اخندزاده د قاضیانو په یوه غونډه کې هغوی ته سپارښتنه کړې چې ټولنه کې حد او قصاص جاري کړي. د اسلامي امارت د مشر له سپارښتنه وروسته د سترې محکمې مسوولانو وايي چې د دغه سپارښتنه بشپړ عمليکېدو ته چمتووالی لري.

د پروان مسوولان وايي چې د دغه ولایت د بګرام ولسوالي په اړوند سیمه کې یو کس وژل شوی دی.

له تېرې ورځې راهیسې د واورې ورښت او سختو توپانونو له امله د غورـ کابل لویه لاره د مسافرو پرمخ تړل شوې ده.
هغه مسافر چې پر دغه لویه لاره د «بکک» کوتل کې ګیرپاتې وايي چې بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري. دوی زیاتوي چې د یاد کوتل دواړو غاړو ته د ګيرپاتې مسافرو شمېر ۱۵۰ کسانو ته رسېږي چې ښځې او ماشومان هم پهکې دي.

د تخار مرکز تالقان ښار کې یوشمېر ځوانانو د کتاب لوستنې او مطالعې عامولو په موخه د «اغېزناکې مطالعې» تر عنوان لاندې د کتابونو یو نندارتون جوړ کړ.

د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې مشر یې هبتالله اخوندزاده د قاضیانو په یوه غونډه کې هغوی ته سپارښتنه کړې چې ټولنه کې حد او قصاص عملي کړي.