افغانستان کې پر سینه‌بغل او خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پېښې زیاتې شوي

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، افغانستان کې د ژمي په رانږدې‌کېدو سره پر سینه‌بغل او خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پېښې زیاتې شوي. یادې کمېټې په یوه راپور کې ویلي، یوازې د کابل په اندراګاندي روغتون کې د تېر کال په پرتله سږ کال پر سینه‌بغل له پنځو کلونو څخه د کم عمره اخته ماشومانو  ۵۵ سلنه پېښې زیاتې شوې دي.

ډنډپټان کې د پاکستان د بریدونو له امله د زده‌کوونکو کلنۍ ازموینې ځنډېدلي

 د پکتیا په ډنډپټان ولسوالي کې د پاکستاني ملېشو د بریدونو له امله دغه ولسوالي کې ټول ښوونځي تړل شوي چې د څه باندې ۴۰۰۰ زده‌کوونکو زده‌کړې او کلنۍ ازموینې ځنډېدلي دي. د مسوولانو په وینا، د یادو بې‌ځایه شویو کورنیو څه باندې څلور زره ماشومان هم له دغې ولسوالي نورو سیمو ته تللي او دوی اړ شول چې کلنۍ ازموینې وځنډوي.

ډنډپټان کې د خرلاڅي دروازې تړل‌کېدل؛ د پکتیا د ګمرک عواید کم شوي

د پکتیا ګمرک مسوولان وايي، په ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره د دروازې له تړل‌کېدو وروسته د یاد ولایت د ګمرک عواید کم شوي دي.

د پکتیا د ګمرک مرستیال مصطفی سلام‌وطندار ته ویلي، ډنډپټان کې د خرلاڅي دروازې د تړل‌کېدو له کبله د ګمرک عواید د ورځې له ۴۵میلیونه افغانۍ څخه دوه نیم میلیونه افغانیو ته کم شوي.

د کابل په یوه جومات کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي

د کابل امنیتي مسوولان وايي، د نهمې امنیتي حوزې اړوند د خواجه‌رواش سیمې په یوه جومات کې یوه کس د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یو بل کس یې ټپي کړی دی.

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ نن چهارشنبه د لیندۍ دویمه سلام‌وطندار ته ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

اوچا: ۲۴میلیونه افغانان سړې هوا سره د مبارزې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه افغانان سړې هوا سره د مبارزې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. په ورته مهال اوچا ویلي چې د توکو د بیو لوړوالي سره هم‌مهاله د ۲۴ میلیونه افغانانو اړتیا ډېره شوې او دوی په بېړنۍ توګه ګرمو جامو، سرپناه او د ځانونو د ګرمېدو لپاره نغدو پیسو ته اړتیا لري.

ډنډپټان کې سلګونه کسانو د پاکستان پر ضد لاریون کړی

د پکتیا له بېلابېلو ولسوالیو څخه سلګونه کسانو نن په ډنډپټان ولسوالي کې د پاکستان پر ضد لاریون کړی چې لا هم روان دی. دغه لاریون په یاده ولسوالي کې د پاکستاني ملېشو له لوري د ملکیانو پر کورونو د بریدونو په غبرګون کې شوی دی. لاریون کوونکو پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي او له دغه هېواد یې غوښتي چې له خپل تیري لاس واخلي.

یونیسف راروان ژمي کې ۱۱۱۰۰۰ اړمنو افغان کورنیو سره نغدي مرسته کوي

 د ژمي په رانږدې کېدو سره افغانستان کې د بشري ناروین د ژورتیا په اړه د اندېښنو په لړ کې د ماشومانو لپاره د ملګرو‌ملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) ویلي، راروان ژمي کې به له ۱۱۱زره اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وکړي. دا په داسې مهال دی چې پرون د سره صلیب نړیوال کمېټې ویلي، افغانستان کې ۲۰ میلیونه کسان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.

د ا.ا ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښتې؛ ډنډپټان کې سلګونو کورنیو خپلې مېنې پريښي

د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې له تېرو نهو ورځو راهیسې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ درې ځلې پرله‌پسې وسله‌واله نښتې شوي دي. د یادې سیمې اوسېدونکي وايي چې د پاکستاني ملېشو له لورې د ملکیانو پر کورونو د درنو وسلو بریدونه هم شوي چې له امله یې سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ماشومانو نړیواله ورځ؛ یونیسف: افغان ماشومان بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري

د نومبر ۲۰مه له ۱۹۵۴ کال راهیسې په نړۍ کې د ماشومانو نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د مدني ګډون، اړیکو او ملاتړ برخې مشرې سام مورټ له سلام‌وطندار سره مرکه کې ویلي چې افغانستان او د سوېلي اسیا هېوادونو کې ۱۵ میلیونه ماشومان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.