عباس ستانکزی: زده‌کړې د ملت حق دی او دروازې یې باید پرانېستل شي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن د کابل لپاره د نوي والي د پېژندنې په غونډه کې یو ځل بیا هېواد کې ټولو ته د زده‌کړو پر برابرولو ټينګار وکړ. نوموړي د سرپرست حکومت پر مسوولانو هم غږ وکړ چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي او په وینا یې، ولس سره دې نږدې پاتې شي.

پوهنې وزارت نن د دولسم ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو کلنۍ ازموینه واخیسته

د پوهنې وزارت نن د هېواد په سړو سیمو کې د دولسم ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو د فراغت کلنۍ ازموینه واخیسته.

د ښوونځیو د یو‌شمېر نجونو زده‌کوونکو په وینا، دغه کلنۍ ازموینه نن چهارشنبه د لیندۍ ۱۶مه د ټولو درسي مضمونونو په ګډون په یوه ورځ ترې اخیستل شوې ده.

یونېسف: افغانستان کې ۸۷۵زره ماشومان د وزن له کمښت سره مخ دي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې ۲۰۲۳ کال کې به افغانستان کې ۸۷۵زره ماشومان د وزن له کمښت سره مخ وي.

یونېسف همداراز لیکلي چې  افغانستان کې لوږې تر ډېره افغان ماشومان اغېزمن کړي دي.

هند کې د امنیتي غونډې ګډونوال: د افغانستان روان وضعیت اندېښمن کړي یوو

د «ټایمز‌اف انډيا» په نوم یوې هندي رسنۍ راپور ورکړی چې د دغه هېواد لوړپوړو امنیتي چارواکي نن د ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، او قرغزستان هېوادونو له امنیتي چارواکو سره د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د افغانستان د وضیعت په اړه غونډه کړې. د راپور له مخې، د ناستې ګډونوالو افغانستان کې د روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.

توماس وېسټ له هندي چارواکو او عبدالله عبدالله سره لیدلي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېس هند ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو او د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مخکیني رییس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې امریکا د هند له ملاتړ او د افغانانو اساسي حقونو ته د ژمنتیا له امله له دغه هېواد مننه کوي.

یونېسف افغان ماشومانو سره د مرستې لپاره د ۱.۶۵ میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ملاتړې ادارې (یونېسف) اجرايي مدیرې کاترین راسل ویلي، نړۍ کې ۱۷۳میلیونه کسانو په ځانګړې توګه ۱۱۰ میلیونه ماشومانو سره مرستې لپاره ۱۰.۳ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري. د هغې په وینا، ماشومان بشردوستانه مرستو ته اړمن دي او نړۍ کې د نښتو، کډوالۍ، ناروغیو او خوارځواکۍ په ګډون له جدي ناورینونو سره مخ دي.

بلخ کې چاودنه؛ اته کسان وژل شوي او لس ټپیان دي

بلخ کې سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې نن سهار شاوخوا ۷:۱۵ دقیقې د مزارشریف ښار اړوند سیمه کې چاودنه شوې ده.

سرچینې ویلي، چاودنه د مزارشریف په سیداباد څلور لارې کې پر «۵۸۰» ډوله موټر د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځته شوې ده. خو مزارشریف کې د ابو علي سینا بلخي روغتون مسوولان وايي چې د چاودنې له ځایه دغه روغتون ته اته جسدونه او لس ټپیان وروړل شوي دي.

د کابل اوسېدونکي: کله چې برښنا ته اړتیا لرو، نه وي

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې هر کال هېواد کې د ژمي په رانږدې کېدو سره د برښنا نشتون له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

د کابل اوسېدونکی معراج‌الدین وايي چې هره ورځ د مازدیګر له څلور د شپې تر لسو بجو برښنا نه‌لري او د برښنا نشتون دوی ته په یوې دي ستونزې بدله شوې ده.

پکتیکا کې د جلغوزیو پلور لپاره د بازار نشتون له امله د سوداګرو شکایت

پکتیکا کې د جلغوزیو سوداګر وایي، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال د جلغوزیو حاصلات دوه برابره کم شوي، خو په وینا یې، د حاصلاتو د پلور لپاره په کور دننه او بهر مناسب بازار نه‌لري. د جلغوزیو یو‌شمېر سوداګرو سلام‌وطندار ته وویل، د تېر کال جلغوزي لاهم ورسره ګدامونو کې زېرمه دي چې د وزن کمېدو سربېره مخ پر خرابېدو دي.

داعش کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت پر غاړه واخیست

د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) په یوې خبرپاڼه کې کابل د پاکستان پر سفارت د شوي برید مسوولیت منلی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ډلې د پاکستان پر سفیر او ساتونکو یې وسله‌وال برید کړی دی. له برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې کابل کې یې سفیر عبیدالرحمان نظاماني له یوه وسله‌وال برید روغ وتلی دی.

حامد کرزی له شاوخوا ۱۶ میاشتو وروسته له هېواده ووت

د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال پر ټویټر له حامد کرزي سره خپل جوړه تصویر خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې دی او پخوانی ولسمشر له هېواده بهر روان دي.
نوموړي که څه هم نه‌دي ویلي چې حامد کرزی کوم هېواد ته او د څه لپاره روان دی، خو زیاته یې کړې یې ده چې دواړه به ژر بېرته راوګرځي.