هرات کې نجونو زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو دیني مدرسو ته مخه کړې

د نجونو پر مخ د ښوونځیو، پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو له تړل کېدو وروسته هرات کې یوشمېر نجونو دارالحفاظ او دیني مدرسو ته مخه کړې ده.

هغه نجونې زده‌کوونکې چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تلو محرومې شوي، دیني مدرسو ته تلل زده‌کړو ته د دوام ورکولو یوازینۍ لار بولي.

کندهار کې د راکېټ مرمۍ چاودنه؛ یو کس وژل شوی او دوه ټپیان دي

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالي کې د یوې زړې راکېټ مرمۍ د چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

پېښه نن سهار د «غبرګولي لومړي نېټه» د کندهار د خاکرېز ولسوالي اړوند سرګاود کارېز سیمه کې رامنځته شوې ده.

حقاني اوتنبایوا سره لیدنه کې: د م.م ناستو کې دې د ا.ا استازي ته د ګډون اجازه ورکړل شي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره د لیدنې پر مهال غوښتنه کړې چې د ملګروملتونو ناستو کې دې د ا.ا استازي ته د ګډون اجازه ورکړل شي.

د مسافروړونکو ځمکني ټرانسپورټي شرکتونو د ټکټونو له لوړو بیو د خلکو شکایت

د یوشمېر هغو ولایتونو اوسېدونکي چې له ولایتونو څخه کابل ته سفر کوي، د ځمکني ټرانسپورټي شرکتونو د ټکټونو له لوړې بیې څخه شکایت کوي.

د تخار اوسېدونکی لعل‌جان چې د کار او مزدورۍ لپاره کابل ته راغلی، وايي چې د ځمکني ټرانسپورټي شرکتونو د ټکټونو بیې خورا لوړې دي او په وینا یې، خلک تر ډېره د ټکټونو لوړو بیو له کبله سفر ته زړه نه ښه کوي.

کابل کې یوه خیریه بنسټ زده‌کړو ته د نجونو هڅولو په موخه کتابتون جوړ کړی

هېواد کې د نجونو زده‌کړو پر وړاندې له ستونزو سره سره د کابل لوېدیځ کې د کاج ښوونیز مرکز مسوولانو د یوه خیریه بنسټ په همکاري کې دغه مرکز کې زده‌کړو ته د نجونو د هڅولو په موخه یو کتابتون جوړ کړی دی.

د تېر کال د تلې میاشتې په اتمه نېټه پر کاج ښوونیز مرکز د خونړي برید په پایله کې لسګونه کسان ووژل شول او یو‌شمېر نور ټپیان شول.

سپین‌بولدک کي یوې ۲۲کلنې مېرمنې ځان‌وژنه کړې

د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالي مسوولان وايي چې دغه ولسوالي کې یوې ښځې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.

د مسوولانو په وینا، پېښه پرون شنبه د غويي ۳۰مه د سپین‌بولدک ولسوالي د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د «سپینې ګومبتي» سیمه کې شوې ده.

پنجشېر کې یوه کس خپل د «تره زوی» وژلی

د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په رُخه ولسوالي کې یو کس د خپل تره د زوی له لوري وژل شوی دی.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملک‌زاده د رُخې ولسوالي د ولسوال له قوله نن یکشنبه د غويي ۳۱مه سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون شنبه د غويي ۳۰مه د رُخې ولسوالي اړوند ګلستان کلي کې رامنځته شوې ده. په ورته مهال دوه ورځې وړاندې په پروان ولایت کې هم یو ۵۵کلن کس د خپل تره د زوی له‌خوا وژل شوی و.

د حق‌ابې په اړه د ایران د ولسمشرګواښ ته غبرګونونه؛ «برید ونه کړې، موږ وېرېږو»

په دې وروستیو ورځو کې د ایران حکومتي چارواکو او د یاد هېواد د ولسي جرګې یو‌شمېر غړیو په پرله‌پسې توګه له هلمند سیند څخه د حق‌ابې په تړاو بېلابېلې څرګندونې کړي او له افغان لوري یې د دغه هېواد د حق‌ابې د تامینېدو غوښتنه کړې ده. په دې لړ کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي وروستۍ څرګندونې له جدي غبرګونونو سره مخ شوي دي.

یونېسف: روان کال به افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا (یونېسف) په تازه‌ګۍ سره ویلي، روان میلادي کال به افغانستان کې دوه میلیونه او ۳۰۰ زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي او له ډلې به ۸۷۵زره بېړنۍ درملنې ته اړتیا پیدا کړي.

هلمند کې یوه کس خپله مېرمن په تبر وژلې

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې یوه کس خپله مېرمن وژلې ده. پېښه بېګاه شپه د یاد ولایت موسی‌کلا ولسوالي کې رامنځته شوې.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض ویلي چې بېګاه شپه د هلمند موسی‌کلا ولسوالي د توغي کلي د «شباروز» په سيمه کې یوه مېرمن د خپل خاوند له‌خوا په تبر وهل شوې او وژل شوې ده.