Asset 1SWN

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: له نارینه‌ ډلو سره به کار ونه‌کړو

un-women-q6tukdpxqy29uv9c717eyvltf2muj8dutrbub1bz48

په افغانستان کې د ملګروملتونو د ښځو څانګه وايي چې دغه بنسټ افغانستان کې د ملګروملتونو د نورو دفترونو په پرتله د ښځو کار مخنیوي له کبله ډېر اغېزمن شوی او له نارینه ډلو سره به کار ونه‌کړي.

د ملګروملتونو د ښځو څانګې نن دوشنبه د غبرګولي لومړۍ نېټه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، له افغانستان پرته د نړۍ په هېڅ بل هېواد کې د ملګروملتونو ماموریت پر وړاندې خنډ نه دی جوړ شوی او نه هم تر اغېزې لاندې راغلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګروملتونو ښځې څانګې د یاد سازمان اړوند دفترونو کې د ښځو کار مخنیوی، د ښځو حقونو نقض بولي. دغه بنسټ ویلي: «د ښځو کار مخنیوی، هغه ارزښتونه چې موږ پرې باور لرو او نړیواله ټولنه یې پر بنسټ جوړه شوې نقضوي یې.»

د ملګروملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې چې د یادې برخې ۷۰سلنه کارکوونکې او د ملګروملتونو د نورو دفترونو پنځه سلنه کارکوونکې مېرمنې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د ملګروملتونو ښځینه کارکوونکې په ځانګړې توګه د دې محدودیتونو تر اغېزو لاندې راغلې دي، خو موږ له نارینه‌وو ډلو سره کار ونه‌کړو. موږ به د اصولو په رڼا کې هېڅ‌کله له ښځو سره له کار کولو لاس وانه‌خلو.»

دغه بنسټ همداراز ویلي، خپله ټوله هڅه به وکړي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې شوې مرستې د ښځو او نجونو پر ژوند اغېزمنې دي. واک ته د ا.ا له رسېدو سره هم‌مهاله هېواد کې ګڼ‌شمېر نجونې او مېرمنې له خپلو بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي حقونو محرومې کړل شوې دي.

نږدې دوه کاله کېږي چې له شپږم ټولګي د پورته نجونو زده‌کوونکو ښوونځي تړل شوي او همداراز له نږدې پنځو میاشتو راهیسې د نجونو زده‌کړیالانو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم تړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان کې د نجونو او مېرمنو د زده‌کړو او کار مخنیوي پر وړاندې د کورنیو او بهرنیو غبرګونونو په لړ کې ا.ا په وار وار ویلي چې دغه محدودیتونه دایمي نه دي او د اسلامي چاپېریال په رامنځته کېدو سره به ښځې او نجونې خپل حقونه ترلاسه کړي، خو روښانه نه ده چې دا چاره به کله بشپړېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام