Asset 1SWN

حقاني اوتنبایوا سره لیدنه کې: د م.م ناستو کې دې د ا.ا استازي ته د ګډون اجازه ورکړل شي

n00260337-b

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره د لیدنې پر مهال غوښتنه کړې چې د ملګروملتونو ناستو کې دې د ا.ا استازي ته د ګډون اجازه ورکړل شي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې لیدنه کې حقاني مېرمن اوتنبایوا ته ویلي چې هېواد کې امنیت ټينګ شوی او د ملګروملتونو ناستو کې د ا.ا استازي ته د ګډون حق ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، څو چې د نړیوالې ټولنې له لوري وړاندې شوې شرطونه د ا.ا له لوري تامین نه‌شي، د سرپرست حکومت استازی به د ملګروملتونو ناستو کې د ګډون اجازه پیدا نه کړي.

د سیاسي چارو شنونکي ویس ناصري وویل: «نړۍ او د سیمې هېوادونو ا.ا ته ځینې شرطونه وړاندې کړي و، خو دوی ورته توجه ونه کړه، څو چې دغه شرطونه پوره نه‌شي، هېڅ هېواد او سازمان دې ته اماده نه دی چې د ا.ا حکومت په رسمیت وپېژني.

بل‌خوا د سیاسي چارو  شنونکی طارق فرهادي بیا وايي، د ا.ا استازي ته له دې امله د ملګروملتونو ناستو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي چې سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

هغه وویل: «د حکومت رسمیت پېژندل د  روزا اوتنبایوا کار نه دی او نه هم د ملګروملتونو دنده ده، د هغو هېوادونو په لاس کې دی چې د تېرو نږدې دوو کلونو پر مهال یې د افغانستان په اړه پرېکړه‌لیکونه او هغه څه چې باید سرپرست حکومت اجرا کړي وای، دی.»

 په ورته مهال د افغانستان واحد ملت د بهیر رییس زلمی افغان‌یار وايي چې ملګري ملتونه خپلواکي نه‌لري او د یاد سازمان ټولې پرېکړې د امنیت شورا د دایمي غړیو تر اغېزو لاندې دي.

هغه وویل: «که د سیاسي اجماع او ټول‌ګډونه حکومت رامنځته کول دي، که تاسو د اوسني حاکمیت استازی غواړئ، په دې معنی نه دی چې تاسو هغه په رسمیت وپېژنئ، په دې معنی دی چې تاسو ځواب ویونکی کړی. کاش چې نړیوالې ټولنې خپلواکي لرلی، پنځه هېوادونه چې د ویټو واک لري، په ځانګړې توګه امریکا پرې مستقیم اغېز لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم د ا.ا رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې له لوري د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو او د بشري‌حقونو مراعتول، له وړاندې شویو شرطونو څخه شمېرل کېږي، خو د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره تراوسه د سرپرست حکومت له لوري په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام