Asset 1SWN

د مسافروړونکو ځمکني ټرانسپورټي شرکتونو د ټکټونو له لوړو بیو د خلکو شکایت

ترمینل

د هېواد د شمال او شمال ختیځ ولایتونو اوسېدونکي چې له یادو ولایتونو کابل او له پلازمېنې دغه ولایتونو ته سفر کوي، د ځمکني ټرانسپورټي شرکتونو د ټکټونو له لوړې بیې څخه شکایت لري.

د تخار اوسېدونکی لعل‌جان چې د کار او مزدورۍ لپاره کابل ته راغلی، وايي چې د ځمکني ټرانسپورټي شرکتونو د ټکټونو بیې خورا لوړې دي او په وینا یې، خلک تر ډېره د ټکټونو لوړو بیو له کبله سفر ته زړه نه ښه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د ځمکني ټرانسپورټي شرکتونو د کرایو بیه لوړه ده او موږ اړ یو چې له خلکو چنده ټوله کړو او ۸۰۰ او ۹۰۰ افغانۍ ورکړو.» په ورته مهال د جوزجان اوسېدونکی ظاهر چې د درملنې لپاره کابل ته راغلی، وايي، ا.ا باید د ځمکني ټرانسپورټي شرکتونو لپاره نرخ‌نامه جوړه کړي.

هغه وویل: «د درملنې لپاره کابل ته راغلی یم او موټر ۲ یا ۴ بجې حرکت کوي او د ټرانسپورټي شرکتونو د ټکټونو بیې لوړې دي او ا.ا یې باید راکمې کړي.»

بل‌خوا کابل کې د پایتخت ترمینل مسوولان وايي چې د لارو خرابوالي، د موټرو تخنیکي ستونزو او د تېلو د بیو لوړېدو له کبله د مسافر وړونکو موټرو د ټکټونو بیې لوړې شوې دي.

د پایتخت ترمینل ویاند حامد ابراهیمي وویل: «د سالنګ او نورې لویې لارې خرابې شوي او بیارغونې ته اړتیا لري چې ټرانسپورټي شرکتونه هم ترې شکایت کوي.»

خو د یوه ټرانسپورټي شرکت مسوول ایمل علي‌زوی بیا د ترانسپورټ وزارت له لوري د اوسنۍ نرخ‌نامې له ټاکلو د نیوکې ترڅنګ وايي چې یادې نرخ‌نامې یې پر کاروبار سیوری غوړولی دی.

هغه وویل: «د ټرانسپورټ وزارت پرته له دې چې د ټرانسپورټي شرکتونو ستونزې په پام کې ونیسي، نرخ‌نامه یې ټاکلې چې له کبله یې زیان رااړولی دی.» په همدې حال کې د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مسوولان وايي چې د یاد وزارت له لوري ټاکل شوې نرخ‌نامه باندې بیاکتنه وکړي.

پایتخت ترمینل کې د ټرانسپورټ وزارت استازی حنیف بخشي وویل: «دوه میاشتې کېږي چې ټرانسپورټ وزارت د ځمکني ټرانسپورټ شرکتونو ته نرخ‌نامه ټاکلې، خو ټرانسپورټي شرکتونه وايي چې دا نرخ‌نامه ورته لوړه پرېوځي، دغه وزارت هڅه کوي چې یادې نرخ‌نامې باندې بیاکتنه وکړي، څو د خلکو او ټرانسپورټي شرکتونو ستونزې هوارې شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې دا مهال کابل کې د پایتخت ځمکني ټرانسپورټي ترمینل د څه باندې ۵۰ ټرانسپورټي شرکتونو او څه باندې ۱۰۰ مسافر وړونکو موټرو په لرلو سره د هېواد شمال او شمال ختیځ ته د زرکونه مسافرو لپاره د تګ‌راتګ زمینه برابره کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام