Asset 1SWN

د سمنګان خُلم ولسوالي کې یوه چورلکه لوېدلې

60533de4f3310

د سمنګان محلي مسوولان د دغه ولایت په خُلم ولسوالي کې د یوې چورلکې د لوېدو خبر ورکوي.

د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس امدادالله مهاجر سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه چورلکه نن یکشنبه د غويي ۳۱مه له غرمې مخکې د خُلم ولسوالي اړوند «صیاد» سیمه کې لوېدلې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم مهاجر د یادې چورلکې د سقوط له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه جزیات ورنه‌کړل، خو زیاته یې کړه، دوه چورلکې چې په یاده سیمه کې یې الوتنه کوله، یوه یې د خُلم ولسوالي کې لوېدلې ده.

بل‌خوا یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي، یاده چورلکه د برښنا له ستنې سره تر لګېدو وروسته نسکوره شوې چې په پایله کې دوه پېلوټان هم مړه شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه چورلکه داسې مهال لوېږي چې له دې وړاندې په کابل کې هم یوه پوځي چورلکه لوېدلې وه.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام