اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کابل کې د کتابونو ستر نندارتون پرانېست

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تېرو درېوو اوونیو پر مهال د کتابونو له کوچنیو او سترو نندارتونونو وروسته نن کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معینیت او د بېهقي خپروندی ریاست له لوري د کتاب اوونۍ په مناسبت د کتابونو لوی نندارتون پرانېستل شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت: د ټاپي پروژې تطبیق لپاره مو تخنیکي چمتووالی نیولی

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي، د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره یې ټول اړین تخنیکي چمتووالی نیولی دی.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان هیله څرګنده کړه چې ترکمنستان به ډېر ژر افغانستان کې د ټاپي پروژې کار پیل کړي.

بریټانیا د افغانستان لپاره خپل سفارت ته نوی شارژدافیر ګومارلی

د بریټانیې حکومت د افغانستان لپاره د دغه هېواد سفارت ته نوی شارژدافیر ټاکلی دی.

رابرټ چټېرټون ډېکسن چې له دې وړاندې یې کابل کې د بریټانیا سفارت کې د شارژدافیر او مرستیال سفیر په توګه هم دنده کړې، د افغانستان لپاره د نوي شارژدافیر په توګه ټاکل شوی دی.

کورنیو چارو وزارت: بدخشان کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي او ۳۰ یې ټپیان کړي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې بدخشان کې د وژل شوي مرستیال والي نثاراحمد احمدي د فاتحې مراسمو کې د چاودنې له امله ۱۱کسان وژل شوي او څه باندې ۳۰ نور ټپیان دي.

دغه وزارت نن پنج‌شنبه د غبرګولي اتلسمه پر خپله ټوېټرپاڼه یاده چاودنه غندلې او هغه یې د اسلام د دښمنانو کار بللی دی.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله نږدې ۷۰کسان مړه او ټپیان شوي

د تېرې یوې شپې او ورځې پر مهال هېواد کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۶ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

دغه ټرافیکي پېښې د تېرو ۲۴ساعتونو پر مهال په سرپل او زابل ولایتونو کې رامنځته شوي دي. د یادو دوو پېښو له ډلې یوه یې د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ (غبرګولي ۱۷مه) د سرپل په صیاد ولسوالي کې رامنځته شوې چې پر مهال یې ۲۴ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

کریمي: پنجشېر کې د جنګي جرمونو په تړاو د بښنې نړیوال سازمان راپور پروپاګند دی

د بښنې نړیوال سازمان ا.ا د تېرو نږدې دوو کلونو پر مهال پنجشېر کې پر جنګي جرمونو تورن کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان په یوه تازه خپور کړي راپور کې ادعا کړې چې پنجشېر کې د ا.ا ځواکونو د کړنو ۲۹ مورده چې په وینا یې، د جنګي جنایتونو څرګندونه کوي، مستند کړي دي.

هرات کې یوه بنسټ ۱۰۰ بې‌وزله ماشومانو ته د حرفې زده‌کړې زمینه برابره کړې

هرات کې د یوه بنسټ له لوري ۱۰۰ اړمنو او یتیمو ماشومانو ته د فن او حرفې لومړنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو.

د یاد بنسټ مسوولان وايي چې دغه ماشومان یې له یوې سروې وروسته د ښار له بېلابېلو بې‌وزله سیمو څخه راټول او دې ورکشاپ کې یې شامل کړي دي.

د بدخشان وژل شوي سرپرست والي د فاتحې مراسمو کې چاودنه شوې

بدخشان کې یوې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د ولایت مقام سرپرست او مرستیال والي نثاراحمد احمدي د فاتحې مراسمو کې چاودنه شوې ده.

د سرچینې په وینا، چاودنه نن پنج‌شنبه د غبرګولي ۱۸مه د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار د لومړۍ حصې سیمې په «نبوي» نومې جومات کې رامنځته شوې ده.

ننګرهار کې د تېرکال په پرتله سږکال د شفتالو حاصلات زیات شوي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د شفتالو حاصلات زیات شوي دي.

د دوی په وینا، ننګرهار کې د شفتالو حاصلاتو د ډېروالي سربېره د پخوا په پرتله یې بازار هم ښه شوی دی.

لږ زحمت ډېره ګټه؛ غزني کې د ځمکني توتاتو کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د «ځمکني توتانو» کرکېلې او پاللو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده.

ویل کېږي چې د دغو توتانو بوټي د لومړي ځل لپاره له ایټالیا څخه هېواد ته راوړل شوي او له څو کلونو راهیسې یې حاصلاتو او ګټې ته په پام کرکیله زیاته شوې.

د سلام‌وطندار موندنې؛ افغانستان کې ۴۹۲ پراختیايي پروژې نیمګړې پاتې دي

د سلام‌وطندار له لوري د ټولو شویو معلوماتو پر بنسټ، افغانستان کې د ۴۹۲ پراختیايي پروژو چارې چې ټولییز ارزښت یې څه باندې ۱۷۶ میلیارډ افغانیو ته رسېږي، په ټپه درېدلې دي. د سلام‌وطندار د راټولو شویو معلوماتو له مخې، دغو پروژو ته له ځانګړې شویو پیسو څخه یوازې ۵۷ میلیارډ افغانۍ چې ۳۲سلنه کېږي، مصرف شوي دي.

د ملکي خدمتونو ادارې او کرنې وزارت د اداري چارو اسانولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د چارو ادارې اړوند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې نن چهارشنبه د غبرګولي ۱۷مه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره د اداري چارو اسانه‌کولو په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. د کرنې‌، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د کاري پروسو شفافیت او هېوادوالو ته د اسانه خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د دغه هوکړه‌لیک لاسلیکول مهم بولي.

بلخ کې د یوې‌نیمې میاشتې پرمهال شپږ ماشومان د اسهال ناروغي له امله مړه شوي

د هوا له ګرمېدو سره د بلخ مرکز مزارشريف ښار کې د ابوعلي سينا ​​حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې ته پر موسمي ناروغيو د اخته ماشومانو مراجعه ډېره شوې ده.

د دغه روغتون د ماشومانو څانګې رییس عبدالرووف فروغ سلام‌وطندار ته ویلي چې د روان کال په غويي میاشت کې څلور او روانه غبرګولي میاشت کې بیا دوه ماشومان د «اسهال ناروغي» له امله مړه شوي دي.