Asset 1SWN

ننګرهار کې د تېرکال په پرتله سږکال د شفتالو حاصلات زیات شوي

180366579_2014599745355238_1413221626648785949_n

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د شفتالو حاصلات زیات شوي دي.

د دوی په وینا، ننګرهار کې د شفتالو حاصلاتو د ډېروالي سربېره د پخوا په پرتله یې بازار هم ښه شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ننگرهار د کرنیزو خدمتونو امر نعمت‌الله اکبري وایي، سږکال له ۳۰۱۵ هکټاره ځمکې د شفتالو ۹۸۷۶ مټریک ټُنه حاصلات راټولېږي چې د تېر کال په پرتله به یې حاصل لوړ وي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل، د ننګرهار په ۱۷ ولسوالیو کې د شفتالو باغونه جوړ شوي چې یوشمېر یې په حاصل هم راغلي دي.

د نوموړي په وینا، اټکل کېږي چې سږکال د همکارو موسسو له‌خوا ځینو ولسوالیو کې د شفتالو سلګونه نور باغونه هم جوړ کړي او راتلونکی کال به د شفتالو حاصلات تر دې نور هم لوړ شي.

هغه وویل: «که څه هم سږکال په یوشمېر ولسوالیو کې ږلۍ د خلکو باغونه خراب کړل، خو بیا هم حاصلات د تېر په پرتله څو چنده ښه شوي. سږکال د همکارو موسسو له لوري خلکو ته د شفتالو نوي باغونه هم کېنول شوي چې راتلونکی کال به حاصلات تر دې هم لوړ وي. ا.ا هڅه کوي چې په کور دننه د کروندګرو محصولاتو ته بازار پیدا کړي.»

بل‌خوا ننګرهار کې یوشمېر باغدارن هم وايي، تېر ته په کتو یې سږکال حاصلات زیات شوي، خو که طبیعي افتونو یې باغونه نه وای خراب کړي،  ښايي حاصلات به یې تر دې هم څو چنده زیات شوي وو.

د ننګرهار د کامې ولسوالي اوسېدونکی فرید که څه هم تاییدوي چې حاصلات یې زیات شوي، خو له حکومت څخه د بازارموندنې غوښتنه کوي.

د نوموړي په وینا، نه یوازې دا چې حاصلاتو ته یې مناسب بازار نشته، بلکې حاصل ته رسېدلي باغونه یې له یوشمېر ناروغیو سره هم مخ کېږي چې پر حاصلاتو ناوړه اغېز کوي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «زموږ حاصلات د تېرو کلونو په پرتله زیات شوي، سره له دې چې زموږ ونې ږلۍ هم سختې خرابې کړې، څو ځله پرې د ګل په وخت کې ږلۍ وشوه، او دوه درې ځله پرې حاصل ته د رسېدو په وخت کې؛ خو بیا مو هم له پخوا څخه ډېر شفتالو بازار ته وړاندې کړي. له دولت څخه زما غوښتنه ده چې په دې برخه کې کروندګرو ته مسلکي روزنه ورکړي او د باغونو د مرضونو د مخنیوي برخه کې ورسره مرسته وکړي.»

په ورته مهال د کرنې د برخې متخصصان وايي، ننګرهار د شفتالو لپاره مناسبه ځمکه او هوا لري، ځکه تېرو څو کلونو کې په کم‌سارې توګه د شفتالو کرلو ته مخه شوې.

د کرنې برخې متخصص سلیم احمد وویل، ختیځ کې شاوخوا څلور ډوله شفتالان کرل کېږي چې یوازې هغه شفتالان یې ښه بازار لري چې پوټکی ترې په اسانه اړول کېږي. د هغه په وینا، دا ډول شفتالو غټ او خوندور وي او د نورو په پرتله ښه مارکېټ لري.

احمد سلیم زیاتوي: «موږ په ختیځ کې شاوخوا څلور ډوله شفتالو لرو چې یو یې هغه دي چې د نورو په پرتله غټ او پوستکی ترې په اسانۍ اوړي. دا ډول شفتالو ژر پخیږي او خوند یې هم ښه وي، نو ځکه یې اخیستونکي هم زیات دي.»

د شفتالو یوشمېر سوداګر وايي، سږکال په مارکېټ کې د پخوا په پرتله زیات شفتالان پیدا کېږي چې بیې یې هم یو څه ارزانه دي. شفق چې له ننګرهار څخه کابل ته شفتالو وړي، وايي، دوی باغونو کې شفتالان په ارزانه بیه اخلي، خو وروسته یې کابل کې په ښه بیه خرڅوي.

هغه وویل: «موږ د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو له باغوانانو څخه شفتالو اخلو، سږکال یې حاصلات ښه دي، موږ ډېر وخت ټول باغ اخلو نو ځکه یې سږکال راته ګټه ډېره وه.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې پر ننګرهار سربېره، کونړ او لغمان ولایتونو کې هم د شفتالو باغداري مخ پر پراخېدو ده چې پر ۱۵۰ هکټاره ځمکه د شفتالو جوړو شویو بڼونو څخه به یې سږکال، د ۱۰۵ میلیونه افغانیو په ارزښت نږدې درې زره ټنه حاصلات ترلاسه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام