Asset 1SWN

د کانونو او پټرولیم وزارت: د ټاپي پروژې تطبیق لپاره مو تخنیکي چمتووالی نیولی

e51d3bc1ce907828fc4b106df8514fb6

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي، د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره یې ټول اړین تخنیکي چمتووالی نیولی دی.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان هیله څرګنده کړه چې ترکمنستان به ډېر ژر افغانستان کې د ټاپي پروژې کار پیل کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «الحمدالله بریالي شو چې د ټاپي پروژې نیمګړي کارونه بشپړ کړو او ټول امنیتي، تخنیکي او حقوقي مسایل مو بشپړ کړي او خوش‌بینه یوو چې هر څه ژر د دې حیاتي پروژې چارې پیل شي.»

په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یوه بیان کې ویلي، د نفتو په چارو کې د دولت وزیر یې د ترکمنستان د ګازو وزیر سره د ټاپي پروژې د تطبیق طرحه لاسلیک کړې ده.

هغه ویلي چې د دې پروژې په پلي‌کېدو سره به د سیمې هېوادونه وکولای شي چې طبیعي ګازو ته لاسرسی پیدا کړي.

نوموړي زیاته کړې: «ټاپي د ټولې سیمې د سوکالۍ لپاره مهمه پروژه ده چې له عشق‌اباده پیلېږي او له کابل او اسلام‌اباد څخه په تېرېدو هند ته رسېږي. دا پروژه به له دې سیمې سره مرسته وکړي چې طبیعي ګاز ته لاسرسی پیدا کړي.»

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان وايي، سیمه کې سیاسي کړکېچونه د دې لامل شوي چې د ټاپي پروژې کار عملي نه‌شي.

د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وویل، د ا.ا د رسمیت نه‌پېژندلو موضوع او سیمه‌ییز کړکېچونه هغه موارد دي چې له کبله یې د ټاپي پروژې تمویل‌کوونکي دغه پروژه نه‌تمویلوي.

هغه وویل: «د اسیا پراختیايي بانک او ټوله کې امریکا او جاپان یې ۳۳سلنه تمویلوله چې اوس اړیکې خرابې او د افغانستان په رسمیت نه پېژندنه له امله یې له تمویل لاس باسي. له دې امله پایپ‌لیکه الماني شوې او د سیمې سیالیو کې ایساره شوې چې له کبله یې نل‌لیکه درېدلې ده.»

 په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو بل کارپوه نصیراحمد رشتیا هم د ټاپي پروژې د نه پلي کېدل یو مهم لامل کړکېچونه بولي. هغه وویل: «پاکستان او افغانستان د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولای چې دغه پروژه تطبیق کړي او د ایران، امریکا او روسیې کړکېچنې سیالۍ هم لامل شوي چې دغه پروژه ودرېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ټاپي پروژې د عملي کولو هوکړه ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ لاسلیک شوه او ټاکل شوې وه چې دغه پروژه تر ۱۳۹۸ میلادي کال پورې عملي شي. خو تېرو کلونو کې ناامنۍ د دغې پروژې د نه‌عملي کېدو مهم لامل بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام