Asset 1SWN

بریټانیا د افغانستان لپاره خپل سفارت ته نوی شارژدافیر ګومارلی

robert_chatterton_dickson

د بریټانیې حکومت د افغانستان لپاره د دغه هېواد سفارت ته نوی شارژدافیر ټاکلی دی.

رابرټ چټېرټون ډېکسن چې له دې وړاندې یې کابل کې د بریټانیا سفارت کې د شارژدافیر او مرستیال سفیر په توګه هم دنده کړې، د افغانستان لپاره د نوي شارژدافیر په توګه ټاکل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت چې اوس له دوحې څخه خپلې چارې مخته وړي، رابرټ ډېکسن به د روان میلادي کال راتلونکې جولای میاشت کې خپل ماموریت پیل کړي.

د جمهوریت له پرځېدو وروسته د بریټانیا او امریکا په ګډون ګڼ‌شمېر هېوادونو له افغانستان څخه خپل سفارتونه قطر ته لېږدولي دي.

کابل کې اوس د ځینو ګاونډیو هېوادونو له هغې ډلې ایران، پاکستان او چین سربېره د ګوتو په شمېر د نورو هېوادونو سفارتونه هم فعال دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ډیکسن له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په کابل کې د بریتانیا د سفارت د شارژدافېر او مرستیال سفیر او همداراز په  بنګلدېش، فلپین او امریکا کې هم د بریټانیا لپاره ډيپلوماټیک ماموریتونه ترسره کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام