د چارو ادارې اړوند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې نن چهارشنبه د غبرګولي ۱۷مه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره د اداري چارو اسانهکولو په موخه هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مسوولان وايي، یادې ادارې تېر کال څلورو وزارتخونو کې د څه باندې ۳۰۰ کاري پروسې اسانه کړي او ټاکل شوې د روان کال ترپایه د درېوو نورو وزارتونو کاري پروسې هم اسانه کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس عبدالحنان عارفالله وویل: «۱۳ کلونو کې ۱۷۶ پروسې اسانه شوي او ۱۴۰۱ تر ۱۴۰۲ کاله پورې ۳۰۴ پروسې اسانه شوي، په داسې حال کې چې د هغه وخت او اوس امکانات ځمکه او اسمان توپیر لري، خو موږ ډاډ ورکوو چې کارکوونکي مو صادقانه کار کوي او غوښتنه مو هم ترې دا ده چې صادقانه کار وکړي.»
په ورته وخت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري د کاري پروسو شفافیت او هېوادوالو ته د اسانه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د دغه هوکړهلیک لاسلیک کول مهم بولي.
هغه وویل: «زموږ وزارت کې بېلابېلو برخو کې د پروسو ساده کولو او اصلاحاتو ته اړتیا ده، که اصلاح یې نهکړو فساد منځته راځي. د دې هوکړهلیک لاسلیکول به کرنې وزارت سره مرسته وکړي او ترې هرکلی کوو.»
له دې سره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو اسانهکولو برخې رییس بریالی ابدالي وايي، ادارو کې د مراجعهکوونکو لپاره اسانتیاوې، د غوره خدماتو وړاندې کول او د فساد لهمنځه وړل د دغو هوکړهلیکونو د لاسلیک اساسي موخې شمېرل کېږي.
نوموړي وویل: «هر کله چې د ساده کولو بهیر په رښتني توګه عملي شي، ادارو کې به فساد ونه وینوو او کاغذپراني به ونهوینو. یو کس چې له ولایت څخه دلته د خپلو کارونو مخته وړو لپاره راځي او هوټل کې ځای نیسي او پیسې مصرفوي دا کارونه به نه وي. هغه ادارې چې اسانه شوي، لګښت یې کم شوی دی.»
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مسوولان زیاتوي چې په پام کې لري، څو د ټولو دولتي ادارو کاري پروسې اسانه کړي، خو لومړي ګام یې هغه ادارې کاري لومړیتوبونو کې دي چې تر ټولو ډېر مراجعه کوونکي ولري او د دولت د عوایدو یوه برخه تامین کړي.