
هرات کې د اختر پرمهال ټرافیکي پېښو درې کسان مړه او ۲۵۹ یې ټپیان کړي
د هرات مرکزي روغتون مسوولان وايي چې د اختر شپو او ورځو پر مهال دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۲۵۹ نور ټپیان شوي دي.

د هرات مرکزي روغتون مسوولان وايي چې د اختر شپو او ورځو پر مهال دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۲۵۹ نور ټپیان شوي دي.

اسلامي امارت د تخار دشتقلعه ولسوالي ته د پاکستاني طالبانو د ۳۲۰ غړیو لېږد په اړه خپاره شوي راپورونه بېبنسټه بللي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد سلاموطندار ته ویلي، یوازې هغه پاکستاني کډوال نورو ولایتونو ته لېږدوي چې د پاکستان حکومت یې ډیورنډ فرضي کرښه کې د شتون په اړه اندېښنه لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویلي چې په نړۍ کې نږدې ۱۳۰ میلیونه نجونې ښوونځي ته له لاسرسي بېبرخې دي.
ګوټرېش نن (د چنګاښ لسمه، د شنبې ورځ) سهار وختي پر ټویټر لیکلي چې د دغو نجونو ډېری هغه له ناورین څخه په اغېزمن شویو هېوادونو کې اوسېږي.

د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو پرون په یوه ګډه خبرپاڼه کې له ا.ا څخه غوښتي چې ژرترژره پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
دوی په دې خبرپاڼه کې چې د مغولستان په پلازمېنې اولانباتور ښار کې له دوهورځنۍ غونډې وروسته یې خپره کړې، لیکلي چې افغان ښځې باید رښتینی، بشپړ، برابر او خوندي ګډون ولري.

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان ایي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال يې دغه ولايت کې ۵۵ تاریخي سیمې پېژندلي او ثبت کړې دي

له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې افغان نجونې او مېرمنې له بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دي او له زدهکړو او کار څخه راګرځول شوي دي.
یوشمېر هغه ښځې او نجونې چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي او کورناستي ته اړ شوي، سلاموطندار ته وايي، روان لوی اختر یې په خوښۍ نه دی نمانځلی.

د پکتیکا زلزله ځپلې ګیان ولسوالي روغتیايي چارواکي وايي چې یاده ولسوالي کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او مېرمنو شمېر لوړ شوی دی.
یاده ولسوالي تېرکال یوې مرګونې زلزلې وځپله چې له امله یې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ګڼشمېر یې ټپیان او د دې ولسوالي نږدې ټول کلي له یوې مخې پر کنډواله بدل شول.

د بهرنیو چارو وزارت په سوېډن کې د یوه جومات مخې ته د لوی اختر لمانځه پر مهال د یوه کس له لوري د «قران کریم» سوځول په کلکو ټکو غندلي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پنجشنبه د چنګاښ اتمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه کړنه د اسلام دین او نږدې دوه میلیارډ مسلمانانو ته سپکاوی دی.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پاکستان د دغه ولایت مسوولانو ته ۲۷ افغان بندیان چې تازه له بنده خوشې شوي، سپارلي دي.

د کابل یوشمېر اوسېدونکي د اختر په درشل کې له امنیتي بنسټونو غواړي چې پلازمېنه کې د احتمالي امنیتي پېښو مخنیوي لپاره چمتووالي ډېر او د خلکو امنیت ټينګ کړي.
د کابل اوسېدونکی عبدالقدیر سلاموطندار ته وايي چې د اختر په شپو او ورځو کې ګڼشمېر خلک جوماتونو او تفریحي ځایونو ته ځي او په وینا یې، د چاودنې او غلاوو پېښو له امله وېره لري.

فاطمه چې خاوند یې مړ شوی او د خپلو شپږو یتیمو ماشومانو یوازینۍ سرپرسته ده، هره ورځ له سهار تر ماښامه د جوزجان مرکز شبرغان ښار په یوې څنډه کې د «پاپړو» په یوې کارخونه کې کار کوي.

د «۳۱۳ مرکزي» قولاردو مرستیال امینالله طیب سلاموطندار ته ویلي، د اختر شپو او ورځو کې د مرکزي زون په ځانګړې توګه د کابل امنیت خوندیتوب لپاره یې ۱۰زره سرتیري ګومارلي. د نوموړي په وینا، د کابل ښار په کچه «چکپواینټونه» ډېر شوي او د اختر پر مهال به ټول امنیتي منسوبین پر خپلو دندو حاضر وي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده سلاموطندار ته وايي چې دغه طرحه به په لومړي پړاو کې د شپږو میاشتو لپاره په ازمایښتي توګه پلې او دې موده کې به یې د افغانستان پر کورني بازار د اغېزو تر ارزونې وروسته د دایمي پليکېدو په تړاو ګامونه واخیستل شي.

د لوی اختر په رارسېدو سره د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د جامو او د وچې مېوې پېرلو توان نهلري او د اختر ورځو لپاره یې هېڅ چمتوالی نه دی نیولی.
د کابل ښار د «قلعهفتح الله» اوسېدونکی صبور سلاموطندار ته وايي چې اقتصادي وضعیت یې کمزوری دی او له همدې امله راتلونکي لوی اختر لپاره د وچې مېوې اخیستو توان نهلري.

د غزني یوشمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو او کارکوونکو کمښت له امله روغتیايي خدمتونو ته د ښځینه ناروغانو لاسرسی محدود شوی. د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې شمسالعارفین کلینیک د یاد ریاست تر څار لاندې نه دی او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست له لوري فعالیت کوي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د دهدادي ولسوالي په «کود برق» سیمه کې یې یو ۵۰بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
د بلخ د عامې روغتیا رییس نجیبالله توانا وايي چې دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۱۰۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.