
محلي سندرغاړی سلام لوګری د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ
د هېواد وتلی محلي سندرغاړی استاد سلام لوګری تېره جمعه د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ او پرون یې جنازه خاورو ته وسپارل شوه.

د هېواد وتلی محلي سندرغاړی استاد سلام لوګری تېره جمعه د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ او پرون یې جنازه خاورو ته وسپارل شوه.

د پکتيا مرکز ګردیز ښار کې د کتاب پلورنځيو مسوولان وايي چې د تېر په پرتله يې د کتابونو پېر او پلور ۸۵سلنه راکم شوی دی. دوی زیاتوي چې هېواد کې د سياسي بدلون سره د کتاب پېرودونکي کم شوي او په بازارونو کې د کتابونو د خرڅلاو بازار سوړ شوی دی.

د جوزجان امر بالمعروف او نهې عن المنکر رییس مولوي محمدياسين وقاص، پرون د دغه ولایت مرکز شبرغان ښار له هټیوالو او پلورنځیو څخه د لیدنې پر مهال وویل، د لوېدیځو هېوادونو د جامو پېر او پلور په هېواد کې د بهرني فرهنګونو د ترويج لامل کېږي او د اسلامي شريعت له ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

که څه هم په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله پوهنیز نظام له ګڼو ننګونو سره مخ شوی او یاد وضعیت د زدهکوونکو پر روحیه منفي اغېر کړی، خو په کابل کې د «چهار مغز» په نوم یوه ګرځنده کتابتون د ماشومانو د لیک-لوست زدهکړې په موخه خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل.

د افغانستان د ژورنالستانو ټولنې د رسنیو مسوول مسرور لطفي د امر بالمعرف او نهې عن المنکر وزارت له لوري د رسنیو پر وړاندې د نوې کړنلارې د خپرېدو په غبرګون کې ویلي، اسلامي امارت غواړي رسنۍ محدودې کړي.

پرون د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له کانګرس څخه په یوه لیک د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه. دغه لیک په پښتو، فارسي او انګلیسي ژبو سربېره په اردو هم لیکل شوی وو چې په اردو ژبې د دغه لیک لیکلو د ټولنیزو رسنیو د ګڼشمېر کاروونکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د هېواد په لوېدیځ لرغوني هرات ولایت کې د کاشيجوړولو کارخونه چې څو سوه کاله مخینه لري او د خطاطۍ او رسامۍ سربېره په بېلابېلو هنري برخو کې فعالیت کوي، چارواکي یې وايي چې د دغه ولایت د رسامۍ او خطاطۍ په برخه کې یوشمېر وتلي هنرمندان په دندو ګوماري.

د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د اهنګرانو کوڅه چې څه د پاسه پنځه لسیزې کېږي، اهنګران په کې بېلابېل کرنیز او د بڼوالۍ اړوند وسايل جوړوي. که څه هم ټکنالوژي پرمختللې او اوس ډېرې چارې د ماشین پر مټ ترسره کېږي، خو دلته لا هم په دودیز ډول اوسپنیز توکي جوړيږي.

د جمهوري نظامي په بدلېدو سره خلکو او او ټلوېزیون پلورونکو اندېښنه لرله چې وسلهوال طالبان به د پخوا په څېر پر ټلوېزیونونو محدوديت ولګوي، خو اوس یې په بازارونو کې پېر او پلور په ازاده توګه کېږي.
په پکتیا کې د ټلوېزیونونو د خرڅلاو بازار تر بل هر وخته ګرم شوی او کورنۍ، په ځانګړي ډول ځوانان ليدل کېږي چې نوي ټلوېزیونونه پېري او زاړه هغه بېرته جوړوي.

د «نریمان کلا» د بادغیس د لسګونو تاریخي ځایونو له ډلې یو هغه دی چې د دغه ولایت د مرکز قلعهنو ښار لوېدیځ لوري ته په ۳۰ کیلومترۍ کې د آبکمري ولسوالي اړوند پر یوې غونډۍ پرته ده. د بادغیس یوشمېر فرهنګیان وايي چې د دې کلا ډېرې برخې له زرګونو کلونو وروسته اوس ویجاړې او له منځه تللې دي. د بادغیس یو فرهنګپال مسعود وايي، نه یوازې د نریمان کلا، بلکې د دغه ولایت ډېری تاریخي ځایونه له ورکېدو سره مخ دي.

د هر هېواد تاریخ اثار د هغه د فرهنګ ښکارندويي کوي او بغلان هم د افغانستان یو فرهنګي ولایت یادېږي، خو طالبان بهر ته د دغه ولایت د ډېرو تاریخي اثارو د قاچاق خبر ورکوي.

عبدالباقي حقاني چې پرون د طالبانو له لوري لوړو زدهکړو وزارت ته د سرپرست په توګه وټاکل شو، نن یې کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې نجونې او هلکان دې په بېلو ټولګیو کې زدهکړې وکړي. حقاني وايي چې زدهکړیالانو لپاره د ارامه تحصیلي چاپیریال رامنځ ته کول یې د کارونو په لومړیتوبونو کې دي.

په بامیانو کې د لاسي صنایعو کوچنی بازار چې د مېرمنو له لوري مدیریت کېږي، وړاندې له دې چې دغه ښار د طالبانو لاس ته ولوېږي، ښه ګڼه ګوڼه یې درلوده، خو د وروستۍ یوې اوونۍ راهیسې په دغه کوچني بازار کې د کسبکارونو بازار کمرنګه شوی. ګلبخت چې د یوې بامیانۍ مېرمنې مستعار نوم دی په دغه کوچني بازار کې د لاسي صنایعو هټۍ لري او له دې لارې د خپل ژوند اړتیاوې برابروي.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي، سږکال دوی د جګړو د ډېروالي او بودجې د نهشتون له امله ونه شوای کړای، هغو سیمو ته چې تاریخي ابدات پکې موقعیت لري، لاړ شي او د دغو لرغونو تاریخي ابدات وضعیت له نږدې څخه وګوري. د غور فرهنګپال هم په دغه ولایت کې د تاریخي ابدو له ویجاړېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومت حخه د مرستې غوښتنه کوي.

موسیقي د هنر په نړۍ کې هغه پاتې کېدونکی او خوږ غږ دی چې له ذهنه سرچینه اخلي او د اورېدونکو په زړونو کې ځای خپلوي. خو په هېواد کې په ځانګړې توګه په شمل او شمال ختیځو ولایتونو کې وروستیو جګړو او ناامنیو دغه پاتې کېدونکی هنر څنډې ته کړی او د دې هنر پر مخ یې سیوری غوړولی دی.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د یونسکو د نړۍ فرهنګي میراثونو په نوملړ کې درې فرهنګي اثار د افغانستان په نوم ثبت شوي دي.