
د روزګان والي: موسیقي غږوونکي د شیطان د لښکر غړي دي
د روزګان والي عليجان احمد بېګاه په دغه ولایت کې یوې جوړې شوې مشاعره کې د وینا پر مهال ویلي، «هغوی چې سندرې وايي یا موسیقي غږوي، د شیطان د لښکر غړي دي.»

د روزګان والي عليجان احمد بېګاه په دغه ولایت کې یوې جوړې شوې مشاعره کې د وینا پر مهال ویلي، «هغوی چې سندرې وايي یا موسیقي غږوي، د شیطان د لښکر غړي دي.»

پکول پر سر کول د افغاني دود او دستور یوه برخه ده چې افغانان یې له لسیزو راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې پالي او اوس خو ان په نړیواله کچه هم مشهور شوی دی.
د هېواد په بېلابیلو سیمو کې پکولونه جوړېږي، خو تر ټولو مشهور پکولونه «کونړي» دي. د دغو پکولونو بازار لا هم په کونړ او نورو ختیځو ولایتونو کې ښه تود دی.

د «غزنه لرغوني ښار» فرهنګیان او اوسېدونکي وايي چې «د لرغوني غزنه ښار/د غزني زوړ ښار» کې د لومړني جامع جومات ودانۍ په ناوړه وضعیت کې ده او هره شېبه یې د چت را لوېدو شونتیا شته.
د دوی په وینا، وروستیو بارانونو د دغه تاریخي ځای ته نور زیان هم اړولی او که د بیارغونې لپاره یې ژرترژره اقدام ونه شي، له منځه به ولاړ شي.

د میدانوردګ یوشمېر فرهنګیانو او اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي چې مرکز میدانښار، نرخ، جلریز، سیداباد، چک او بهسودو ولسوالیو کې ډېری تاریخي سیمې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې د بالاحصار ودانۍ ويجاړېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي. د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د بالاحصار ودانۍ ځینې برخې د وروستیو اورښتونو له امله سختې زیانمنې شوي او د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې وروستیو اورښتونو د بالاحصار تاریخي ودانۍ ځینو برخو ته زیان رسولی او د نړېدو له ګواښ سره مخ ده.

د میدان وردګ د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالي د بابا غر په لمن کې پرون د د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لهخوا د سپورټ امریت او چاپیریال ساتنې ریاست سره په همغږۍ د فرهنګي لوبو مېله ترسره شوه.

د نیمروز یوشمېر مدني فعالان او فرهنګپال د دې ولایت تاریخي سیمو کې ناقانوني کیندنو څخه اندېښنه ښيي او وايي، په دې وروستیو دوو کلونو کې ګڼ شمېر کسانو دغه کار ته مخه کړې ده.

د پکتیا یوشمېر اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې ځینې تاریخي سیمې نړېدلي او یوشمېر یې د نړېدو ګواښ سره مخ دي.

نن د جون پنځلسمه د ګل له نړیوالې ورځې سره برابره ده. یوشمېر ارواپوهانو په همدې تړاو سلاموطندار ته ویلي چې د ګلانو ساتل او ننداره، پر روح مثبته اغېز کوي او انسان ته د ارامۍ احساس ورکوي.

هرات کې یوشمېر ښځو نن د «شمامه نجونو» تر نوم لاندې دوه ورځنی هنري او فرهنګي نندارتون پرانسته. د نندارتون جوړونکي وايي، له دغه نندارتون څخه یې موخه د هغو ښځو او نجونو ملاتړ دی چې اړ شوي، خپل مخونه پټ کړي.

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د کتاب اوونۍ د نمانځنې په موخه یې په مرکز ګردېز کې د کتابونو نندارتون جوړ کړی دی.
د مسوولانو په وینا، په دغه نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، اسلامي، ادبي، فرهنګي، معلوماتي او تاریخي کتابونه د مطالعې لپاره کېښودل شوي دي.

د لوګر د سنځل ګل دودیزه کلنۍ مشاعره دا ځل د ګڼشمېر شاعرانو، لیکوالانو او د فرهنګ مینهوالو په ګډون په امن او خوندي فضا کې جوړه شوه.

فراه کې د «فریدون کلا» د دغه ولایت له لرغونو ځایونو څخه شمېرل کېږي چې نږدې ۲۰۰۰ کاله تاریخ لري او د افغانستان او ایران په جغرافیه کې د لرغوني سیستان ښکارندويي کوي.

دا لومړی اختر دی چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د هېوادوالو له خوا لمانځل کېږي، خو په ځینو ولایتونو کې د تېر په څېر د کوچني اختر لمانځنه نه کېږي او د خلکو چمتووالی هم پیکه شوی دی.

د هرات اوسېدونکي او فرهنګیان وايي چې د دغه ولایت له ۶۰سلنه ډېر تاریخي ځایونه ویجاړ شوي او که بیارغاونې ته یې پام ونه شي په بشپړ ډول به لهمنځه ولاړ شي. هغوی وایي، د تاریخي اثارو او ځایونو شتون د هېواد د هویت ښکارندوی کوي او له مسوولانو څخه غواړي چې د دغو لرغونو ځایونو ساتنه وکړي.