هرات کې د «زعفران ګل» اوومه ملي جشنواره جوړه شوه

هرات کې د زعفرانو صادروونکو شرکتونو او کاروباریانو او محلي مسوولانو زعفرانو ته د بازارموندنې په موخه نن دغه ولایت کې د «زعفران ګل»‌ اوومه ملي جشنواره جوړه کړه.
د زعفرانو کاروباریان وايي، که څه هم سږ کال دغه ولایت کې د زعفرانو تولید زیات شوی، خو په وینا یې، په‌کار ده چې له هېواده بهر لېږلو لپاره یې هم اسانتیاوې برابرې شي.

لوګر کې د کتابونو، تاریخي او هنري اثارو نندارتون جوړ شو

د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتابونو، تاریخي او هنري اثارو نندارتون جوړ شو.
په دغه نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه او ګڼ‌شمېر تاریخي او هنري اثار نندارې ته اېښودل شوي وو.

بلخ او خوست کې د ۲۲۵ جوړو ودونه وشول

نن په بلخ کې د «ښځو ځانګړي حسینه دارالعلوم» له لوري د ۱۱۵ ځوانو جوړو د ډله‌ییز واده پروګرام جوړ شو.
دغه ځوانې جوړې چې د بېلابېلو ولایتونو او د ټولنې په بېلابېلو پوړونو پورې اړه لري، دوی ته په ډله‌ييزه توګه د واده پروګرام جوړېدل مهم بولي او په وینا یې، مسوولان یې لپاره غټ کار کړی دی.

بلخ کې د ښځو لاسي صنایعو درې‌ورځنی نندارتون جوړ شو

د ښځو لاسي صنایعو درې‌ورځنی نندارتون نن د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې جوړ شو. ۶۰۰ ښځو په دغه نندارتون کې خپل لاسي صنایع نندارې ته ايښي، څو یې لپاره پېرودونکي ومومي.
د ښځو په لاس جوړ شوي څیزونه او د هغوی تولیدات په ۸۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

کونړ کې د «کونړي پکولونو» تود بازار؛ خلک ورته د افغاني دود په سترګه ګوري

پکول پر سر کول د افغاني دود او دستور یوه برخه ده چې افغانان یې له لسیزو راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې پالي او اوس خو ان په نړیواله کچه هم مشهور شوی دی.
د هېواد په بېلابیلو سیمو کې پکولونه جوړېږي، خو تر ټولو مشهور پکولونه «کونړي» دي. د دغو پکولونو بازار لا هم په کونړ او نورو ختیځو ولایتونو کې ښه تود دی.

غزني کې د لومړني جامع جومات چت په لوېدو دی

د «غزنه لرغوني ښار» فرهنګیان او اوسېدونکي وايي چې «د لرغوني غزنه ښار/د غزني زوړ ښار» کې د لومړني جامع جومات ودانۍ په ناوړه وضعیت کې ده او هره شېبه یې د چت را لوېدو شونتیا شته.
د دوی په وینا، وروستیو بارانونو د دغه تاریخي ځای ته نور زیان هم اړولی او که د بیارغونې لپاره یې ژرترژره اقدام ونه شي، له منځه به ولاړ شي.

پکتیا کې وروستیو اورښتونو د بالاحصار تاریخي ودانۍ ځینې برخې نړولي

د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې د بالاحصار ودانۍ ويجاړېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي. د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د بالاحصار ودانۍ ځینې برخې د وروستیو اورښتونو له امله سختې زیانمنې شوي او د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

میدان وردګ کې د دودیزو لوبو مېله ترسره شوه

د میدان وردګ د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالي د بابا غر په لمن کې پرون د د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له‌خوا د سپورټ امریت او چاپیریال ساتنې ریاست سره په همغږۍ د فرهنګي لوبو مېله ترسره شوه.