سړې هوا د چینایانو د نوي کال نمانځل ستونزمن کړي

د چین په مرکزي او ختیځو سیمو کې د روان ژمي سړو څپو ټرافیکي سېسټم له خنډ سره مخ کړی او په سلګونه اورګاډي درول شوې دي.

چینایان چې تازه د نوي کال لپاره چمتووالی نیسي، د سړې هوا له امله سړکونه او د اوسپنې پټلۍ کنګل شوي دي.

چیلي کې د اورلګېدنې له امله ۵۱ کسان مړه شوي

چیلي کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په مرکزي سیمو کې د ځنګلي‌اور لګېدنې له امله تراوسه ۵۱ کسان مړه شوي دي.

د دوی په وینا، د اوروژنې ډلې د ځمکې او هوا له لارې د اور مهال لپاره هڅې کوي، خو وېره شته چې د مړینې شمېرې به له دې هم لوړې شي.

سوریه او عراق کې د امریکا د بریدونو پرمهال نږدې ۴۰کسان وژل شوي

امریکايي ځواکونو په سوریه او عراق کې د ایران انقلابي ګارډ «IRGC» او د دغه هېواد له ملاتړه برخمنو پر نورو وسله‌والو ډلو هوايي بریدونه کړې دي.

رویټرز خبري اژانس نن «یکشنبه فبرورۍ څلورمه» راپور ورکړی چې یادو هېوادونو کې د ایران سپاه پاسداران او ایراني‌ پلو ډلو پر ۸۵ اهدافو بریدونه شوې دي.

«پاکستان، عراق او سوریه» کې د ایران بریدونو ته غبرګونونه

ایران د تېرو دوو ورځو پرمهال پر پاکستان، عراق او سوریې توغندیز بریدونه کړي چې د یاد هېواد دغه پوځي اقدامات له ګڼو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د غبرګونونو په لړ کې پاکستان د یاد برید د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او عراق هم د ملګروملتونو امنیت شورا ته له ایرانه شکایت کړی دی.

نیوزیلنډ په لومړۍ شل اووره لوبه کې پاکستان په ګونډو کړ

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په خپل کوربه‌توب د پنځو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان د ۴۶ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړ.

د نیوزیلنډ لوبډلې د لوبډلمشر کېن ویلیامسن او ډارېل مېچل د نیمه سلیزو پر مټ ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې پاکستان ته د ۲۲۷ منډو هدف ورکړی و چې پاکستان یوازې ۱۸۰ منډې جوړې کړې.

پاکستان کې وسله‌وال بریدونه؛ د پنځو پولیسو په ګډون شپږ کسان وژل شوي

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند سیمو کې د دوو وسله‌والو بریدونو پر مهال د پنځو پولیسو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن چهارشنبه جنورۍ لسمه خبر ورکړی چې د خېبرپښتونخوا په کوهات سیمه کې وسله‌‌والو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې د درېوو پولیسو په ګډون، پنځه کسان په‌کې وژل شوې او یو ملکي وګړی ټپي دی.

بي‌اېم‌‌‌ډبلیو ۲۰۲۳ کال کې تر ټولو ډېر موټر خرڅ کړي

د جرمني د موټر جوړونې شرکت بې‌اېم‌‌ډبلیو وايي چې ۲۰۲۳ کال کې یې تر نورو شرکتونو ډېر موټر پلورلې دي.

یاد شرکت «سه‌‌شنبه، جنورۍ اتمه» ویلي، ۲۰۲۳ کال یې ۲.۶ میلیونه موټر خرڅ کړي چې د تېر کال په پرتله یې د پلور کچه ۶.۵ سلنه لوړه شوې. امریکا کې د یاد شرکت جوړ شوي ډېر موټر پلورل شوي چې کال کې یې ۹.۴سلنه درلود. دغه هېواد کې ۳۹۶۰۰۰ بې‌اېلم‌ډبلیو او چین کې بیا ۸۲۴۹۳۲ موټر خرڅ شوې دي.

کېم‌یو جونګ: هرې پاروونکې کړنې ته په  برید ځواب ورکوو

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ‌ اون خور کېم یو جونګ وايي چې دغه هېواد به د هرې پاروونکې کړنې ځواب په پوځي برید سره ورکړي.

یو جونګ دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د سوېلي‌کوریا پوځ ویلي، شمالي کوریا د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې ته نږدې د لسګونو توپونو ډزې کړې دي.

ټسلا چین کې پلورل شوي ۱.۶ میلیونه برښنايي موټر بېرته ورغوښتي

چین کې د ټسلا موټر جوړولو کمپنۍ څانګې دغه هېواد کې خپل پلورل شوي ۱.۶ میلیونه برښنايي موټر د ځینو ستونزو له کبله بېرته دې کمپنۍ ته ورغوښتي دي. د موټر جوړونې دې کمپنۍ خپل پلورل شوي «اېس، وای، درې او اېکس ماډل» موټر له دې کبله ورغوښتي چې د یادو موټرو اتومات سېسټم او د دروازو بندېدو کنټرول برخه کې ستونزې پیدا شوي دي.

د شمالي کوریا مشر د ایران او جاپان مشرانو ته د خواخوږۍ پیغامونه استولي

د شمالي کوریا مشر کېم‌ جونګ اون وروسته له هغې د ایران او جاپان مشرانو ته د خواخوږۍ پیغامونه استولي چې ایران کې شویو چاودنو تر ۱۰۰ کسانو ووژل او جاپان کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۰۰ اوښتی دی.

هیونډای او کیا تېرکال ۷.۳ میلیونه برښنايي موټر پلورلي

د سوېلي کوریا هیونډای او دې شرکت پورې تړلي کیا د موټر جوړونې کمپنۍ مسوولان وايي چې روان ۲۰۲۴ کال به یې په نړیواله کچه پلور دوه سلنه لوړ شي.

دواړو شرکتونو په ټولیزه توګه تېر ۲۰۲۳ کال ۷.۳ میلیونه برښنايي موټر پلورلي چې د یاد شرکتونو له‌ لوري د پلور له ټاکل شوې اصلي موخې درې سلنې کم دي. یادو شرکتونو تېر ۲۰۲۳ کال د ۷.۵۲ میلیونه موټرو د پلور هدف ټاکلی و.