Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل؛ ډیلي له ممبی سره لوبه کوي

00000000000000000000-0-

د هند کرېکټ غوره لیګ «ای‌پي‌اېل» کې نن ممبی انډیینز لوبډله له ډیلي کپېټلز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه، اپرېل اوومه، د هند د ممبی په «وانکېډه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ممبی انډیینز لوبډله چې تراوسه یې روان لیګ کې درې لوبې کړي، درې واړه یې بایللې دي.

دا لوبډله لاهم خپلې لومړۍ بریا ته په تمه ده چې د ډیلي پر وړاندې نن لوبه کې به خپله ټوله هڅه وکړې چې بریا ترلاسه کړي.

ممبی انډیینز لوبډله دا هم د جدول په وروستي ځای کې شتون لري. په ممبی انډیینز لوبډله کې افغان لوبغاړی محمدنبي هم لوبېږي.

بل‌خوا ډیلي کپېټلز لوبډله چې له ممبی یو ګام وړاندې په یوې بریا سره د جدول نهم ځای کې شتون لري، خپله تېره لوبه له چینای وګټله.

کپېټلز تر دې مهاله څلور لوبې کړي چې یوازې یوه بریا لري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه راجستان رویالز لوبډلې رویال چلنجرز بنګلور ته ماته ورکړه. دا د راجستان څلورمه پرله‌پسې بریا وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام