Asset 1SWN

د هند ای‌پي‌اېل کې نن افغان لوبغاړي د یوه بل پر وړاندې لوبېږي

c6c80d8b-3d40-4077-8441-3569ba417a6f

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په ۲۱مه لوبه کې نن د ګجرات ټایټنز لوبډله له لکناو سوپر جاینټز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې «اپرېل اوومه» د هند د لکناو په «بهارت رتنا شري اتل بېهاري واجپايي اېکنا کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ګجرات ټایټنز لوبډلې تراوسه په ده لیګ څلور سیالي کړي چې دوه یې ګټلي او دوه یې بایللې دي. یاده لوبډله د روان لیګ د سالیو په جدول کې اووم ځای لري. دې لوبډله خپله وروستۍ لوبه پنجاب کنګز ته وبایلله.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي راشدخان، عظمت‌الله عمرزی او نوراحمد له دې لوبډله سره لوبېږي.

بل‌خوا د ملي لوبډلې بل لوبغاړی نوین‌الحق بیا له لکناو سوپر جاینټز سره ملګری دی.

لکناو سوپر جاینټز لوبډله داسې مهال له ګجرات ټایټنز کوربه‌توب کوي چې تراوسه یې په کړیو درېوو سیالیو کې دوه ګټلی او یوه یې بایللې.

لکناو سوپر جاینټز لوبډله د یادو سیالیو د جدول په څلورمه ځای کې شتون لري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

راجستان رویالز په څلورو بریاوو، لومړی، کلکته له درېوو سیالیو په درېوو بریاوو دویم او چینای سوپر کنګز له څلور سیالیو په دوو بریاوو سره درېیم ځای کې شتون لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام