Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل؛ لکناو نن له ډیلي سره لوبه کوي

0000000

د هند کرېکټ غوره لیګ «ای‌پي‌اېل» کې نن د دغه لیګ ۲۶مه سیالي کېږي چې لکناو سوپر جاینټز به له ډیلي کپېټلز سره لوبه وکړي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن جمعه، اپرېل دولسمه، د هند د «بهارت رتنا شري اتل بېهاري واجپايي اېکانا کرېکټ» لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لکناو سوپر جاینټز لوبډله چې دا مهال د ای‌پي‌اېل روان لیګ د سیالیو د جدول په درېیم ځای کې شتون لري، څلور لوبې کړي او یوازې یوه سیالي یې بایللې ده.

له ۲۰۲۲کال راهیسې تر دې مهاله لکناو له ډیلي سره په مخ شویو وروستیو درېوو سیالیو کې درې ځلې دې لوبډلې ته ماته ورکړې.

د لکناو سوپر جاینټز لوبډله کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی نوین‌الحق هم لوبېږي.

بل‌خوا ډیلي کپېټلز لوبډله بیا چې د جدول په وروستي ځای کې شتون لري، پنځه لوبې کړي، یوه یې ګټلې او څلور یې بایللې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې ممبی انډیینز لوبډلې په اوو وېکټو رویال چلنجرز بنګلور لوبډلې ته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام