Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل؛ چینای له حیدراباد سره لوبه کوي

1b9f145e-550e-429b-af90-f7b0ca10d2cb

د هند کرېکټ غوره لیګ «ای‌پي‌اېل» کې نن د یاد لیګ دوه پیاوړې لوبډلې چینای سوپر کنګز له سنرایزرز حیدراباد لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن جمعه، اپرېل پنځمه، ۶:۳۰ بجې د حیدراباد د اوپال په «راجېف ګاندي کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تېز توپ‌اچوونکی فضل‌الحق فاروقي هم له یادې لوبډلې سره لوبېږي.

دواړه لوبډلې پیاوړي لوبغاړي لري او د روان لیګ تر ټولو په زړه پورې سیالي بلل شوې. چینای سوپر کنګز لوبډلې دې لیګ تر اوسه درې لوبې کړي چې دوه یې ګټلي او یوه یې بایللې.

سنرایزرز حیدراباد لوبډله که څه هم روان لیګ کې پیاوړې راڅرګنده شوې، خو له درېوو سیالیو یې، یوازې یوه لوبه ګټلې. حیدراباد لوبډله بیا د جدول په اووم ځای کې شتون لري.

له ۲۰۲۱کال راهیسې د ای‌پي‌اېل په څو پړاونو کې د دواړه لوبډلې ترمنځ په مخ شویو وروستیو پنځو لوبو کې حیدراباد لوبډلې یوازې یو ځل چینای مات کړی او پاتې لوبې یې بایللې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دې لیګ په بېګانۍ لوبه کې پنجاب کنګز لوبډلې بریالۍ شوه چې ګجرات ټایټنز ته په خپل کې ماته ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام