Asset 1SWN

د هند غوره لیګ کې نن چینای له کلکتې سره لوبه کوي

2c9fa168-bbd1-411d-b334-12f5b55d894a

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن یوه سیالي کېږي چې چینای سوپر کنګز به له کلکته نایټ‌رایډرز د یوه بل پر وړاندې ولوبېږي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن «دوشنبه، اپرېل اتمه» ۶:۳۰ بجې د هند د چینای د چيپاک په «ام‌اې چېډمبارام کرېکټ لوبغالی» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

چینای سوپر کنګز تر دې مهاله روان لیګ کې څلور سیالي کړي چې دوه یې ګټلی او دوه یې بایللې دي. کنګز د سیالیو په جدول کې څلورم ځای لري.

چینای لوبډلې له څلور کړیو سیالیو څخه وروستۍ دوه لوبې بایللي او لومړۍ یې ګټلې دي. یاده لوبه به د همدې لوبډلې په کورني لوبغالي کې ترسره شي.

بل‌خوا کلکته چې د ای‌پي‌اېل سږني پړاو کې خپلې کړې ټولې لوبې ګټلي، د یوې پیاوړې لوبډلې په توګه راښکاره شوې. دې لوبډلې تر دې مهاله درې لوبې کړي چې له راجستان وروسته د جدول دویم ځای کې شتون لري.

له ۲۰۲۱کال راهیسې چینای او کلکته په مخ شویو وروستیو پنځو لوبو کې چینای لوبډلې درې ځلې او کلکتې بیا دوه ځلې بریاوې ترلاسه کړې دي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي رحمن‌الله ګربز او الله محمد غضنفر چې د مجیب‌الرحمن پرځای اخیستل شوی، کلکتې لوبډله سره لوبېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دغه لیګ د پرون ورځې په دوو سیالیو کې ممبی لوبډلې ډیلي او لکناو لوبډلې ګجرات ته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام