
لبنان کې د اسراییلو یو سرتېری وژل شوی او ۹ ټپیان دي
د اسراییلو پوځ وايي چې یو سرتېری یې د لبنان په سوېل کې د نښتو پرمهال وژل شوی دی. د پوځ د معلوماتو له مخې، په همدې پېښه کې نهه نور سرتېري ټپیان شوي دي.

د اسراییلو پوځ وايي چې یو سرتېری یې د لبنان په سوېل کې د نښتو پرمهال وژل شوی دی. د پوځ د معلوماتو له مخې، په همدې پېښه کې نهه نور سرتېري ټپیان شوي دي.

د امریکا د دموکرات ګوند غړې او د مخکیني ولسمشر جوبایډن مرستیاله کامالا هرېس ادعا کړې چې ډونالډ ټرمپ د هغې جګړې پیل کړی چې «امریکايي ولس یې نه غواړي» او ویلي یې دي چې هغه د بنیامین نتنیاهو په هڅونه جګړې ته ور داخل شوی دی.

د حوثي غورځنګ د حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، حسین العزي، خبرداری ورکړی چې که ډونالډ ټرمپ د سولې بهیر ته د خنډونو جوړولو ته دوام ورکړي، دوی ښايي د بابالمندب تنګی وتړلي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ایران سره د اوربند د غځولو په اړه یې لا پرېکړه نهده کړې او په دې برخه کې یې څرګند دریځ نهدی نیولی.

د امریکا د مرکزي قومنداني چارواکي وايي چې د ایران د بندرونو پر وړاندې د روانې سمندري کلابندي په ترڅ کې تر دې دمه ۲۱ کښتۍ د دوی امرونو ته غاړه ایښې او خپل لوري یې بدل کړي دي.
د یادې قومنداني په وینا، هغه کښتۍ چې غوښتل یې د ایران بندرونو ته داخلې شي یا ترې ووځي، د امریکايي ځواکونو لهخوا ورته د بېرته ګرځېدو لارښوونه شوې او تراوسه ټولو دا امر منلی دی.

د ایران چارواکو اعلان کړی چې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو پر تېرېدو به دودیز فیسونه نه لګول کېږي، خو د دې لارې د امنیت په نوم د نوو لګښتونو طرحه چمتو کېږي.

اسراییل او لبنان د یوه دایمي امنیتي او سولهییز تړون ته د خبرو د زمینې برابرولو لپاره د ۱۰ ورځو لپاره اوربند اعلان کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه اوربند د امریکا پر وخت د ماښام په ۵ بجو پیلېږي، او هدف یې د تاوتریخوالي کمول او د دواړو خواوو ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره فضا جوړول دي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، کېدای شي له ايران سره د يوې هوکړې د نهايي کولو لپاره اسلاماباد ته سفر وکړي.
د فاکس نيوز د راپور له مخې، ټرمپ د پاکستان د مشرتابه ستاينه کړې او ويلي يې دي چې که دغه تړون په اسلاماباد کې لاسليک شي، نو امکان لري چې هغه دغه هېواد ته سفر وکړي.

د ایران د اسلامي انقلابي ګارد ځواکونو د دغه هېواد په شمالي ولایت ګیلان کې څلور کسان د اسراییلو د استخباراتي ادارې موساد سره د اړیکو په تور نیولي دي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف سعودي عربستان له سفر وروسته قطر ته رسېدلی او هلته به د قطر له امیر سره دوهاړخیزه لیدنه وکړي.

د لبنان حزبالله ډله وايي چې د اسراییلو د پوځ ځینې پوستې یې د بېپيلوټه الوتکو (ډرونونو) په وسیله په نښه کړې دي.
دغه ډلې په یوې خبرپاڼه کې چې د ټلګرام له لارې خپره شوې، ویلي، د شمالي ښار «نهاریا» په شاوخوا سیمو کې یې د اسراییلو د پوځ پر ضد دوه بریدونه کړي دي.

د اوکراین چارواکي وايي چې د روسیې د تازه بریدونو پرمهال د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
رویټرز خبري اژانس نن پنجشنبه(اپرېل ۱۶مه) راپور ورکړی چې روسیې تېر ماښام د اوکراین پلازمېنه کییف او نور ښارونه د توغندیو او بېپيلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړي دي.

د اسراییلو «۱۲چینل» په نوم تلویزیوني شبکې راپور ورکړی چې نن سهار شاوخوا ۲۰ توغندي د لبنان له سوېل څخه د اسراییلو شمالي سیمې، جلیل (ګالیلي) ته توغول شوي دي.

د امریکا مرکزي قومنداني (سنټکام) ویلي چې د ایران پر بندرونو لګول شوی بندیز «په بې پرې ډول د ټولو هغو کښتیو پر وړاندې عملي کېږي چې د ایران ساحلي سیمو یا بندرونو ته داخلېږي یا ترې وځي.»

پر غزې تړانکې د اسراییلي ځواکونو د تازه هوايي برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر پنځو ته لوړ شوی دی.
د فلسطین رسمي خبري اژانس (وفا) راپور ورکړی چې د غزې په شمال کې د الشاطي کډوالو پر کمپ د اسراییلو د هوايي برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر پنځو ته لوړ شوی دی.

د امریکا د خزانې وزیر، سکات بسنت ویلي چې چین به د ایران نفت ترلاسه نهکړای شي او واشنګټن هڅه کوي د ایران د نفتو د لېږد مخه ونیسي.
بسنت په واشنګټن کې یوې ناستې ته ویلي چې چین کولای شي نفت وارد کړي، خو د ایران نفت نهشي ترلاسه کولای. هغه ټینګار وکړ چې امریکا به داسې اقدامات وکړي چې د ایران نفت نړیوالو بازارونو، په ځانګړي ډول چین ته، ونهرسېږي.