اسټرالیا کې د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن د پوځ د مشرې په توګه وټاکل شوه

د یاد هېواد حکومت نن دوشنبه، اپرېل ۱۳مه، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ډګر جنراله سوزن کویل چې اوس مهال د ګډو وړتیاوو مشره ده، د جولای له میاشتې څخه د پوځ د مشرې په توګه دنده پیل کړي. هغه به د ډګر جنرال سایمن سټوارټ ځای ونیسي.

د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي ویلي: «له جولای څخه به موږ د استرالیا د پوځ د ۱۲۵کلن تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځینه د پوځ مشره ولرو.»

ډونالډ ټرمپ: که ایران خبرو ته راګرځي، که نه، پروا یې نه‌لرم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که ایران د خبرو مېز ته بېرته راګرځي او که نه، دی یې، پروا نه‌لري.

ټرمپ دغه څرګندونې د مریلینډ ایالت په یوه پوځي اډه کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال وکړې.

نوموړي وویل چې له ایران سره اوربند، چې ټاکل شوې د اپرېل تر ۲۲ پورې دوام وکړي، «ښه روان دی» او تر اوسه ټینګ پاتې دی.

نتنیاهو: لبنان سره د «رېښتینې سولې» غوښتونکي یوو

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي چې له لبنان سره د «رېښتینې سولې» د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.

نتنیاهو ویلي چې ایران او د هغه متحدین «د بقا لپاره جګړه کوي» او وروستیو جګړو د تهران اټومي او توغندیز پروګرامونه سخت زیانمن کړي دي.

اسماعیل بقايي: په یوه ناسته کې د هوکړې تمه نه‌کېده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، هېچا تمه نه لرله چې امریکا سره به په یوه ناسته کې هوکړه وشي.

اسماعیل بقايي له ایراني رسنیو سره په خبرو کې وویل چې ایران او امریکا په یوشمېر موضوعاتو کې یوې هوکړې ته رسېدلي، خو د دوو یا درېیوو مهمو مسایلو په اړه لاهم اختلافات شتون لري.

هرات کې وسله‌وال برید؛ د شهیدانو شمېر ۱۱ ته لوړ شوی

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې پرون جمعه وري ۲۱مه، د ناپېژنده وسله‌والو په برید کې د شهید شویو کسانو شمېر ۱۱ ته لوړ شوی دی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي ویلي چې اووه هغه ټپیان چې روغتیايي وضعیت یې ډېر نازک وو، د هرات په حوزوي روغتون کې د درملنې پرمهال ساه ورکړې ده.

اکسوس: د ایران-امریکا خبرې ښايي څو اوونۍ دوام وکړي

یوې امریکايي رسنۍ اکسوس راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي، خو په ورته مهال د جګړې د بیا پیل لپاره هم چمتو دی.

د راپور له مخې، د ایراني چارواکو چلند ټرمپ خوابدی کړی او هغه یې له ستونزمن حالت سره مخ کړی دی.

ډونالډ ټرمپ: د هرمز تنګی به ډېر ژر بېرته پرانېستل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که ایران مرسته وکړي او که مرسته یې نه‌وي، د هرمز تنګی به ډېر ژر بېرته پرانېستل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران له لوري د دې مهمې لارې بندښت د نړۍ د انرژۍ بازارونه اغېزمن کړي دي.

د اسراییلو غبرګون؛ د پاکستان دفاع وزیر خپل پوسټ ډیلیټ کړ

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمداصف، پر خپله اېکس‌پاڼه د اسراییلو پر ضد کړی پوسټ ډیلیټ کړی دی.

هغه په دې پوسټ کې اسراییل د «بشریت لپاره لعنت» بللی و.

راپورونه ښيي چې دا پیغام د اسراییلو له سخت غبرګون وروسته لرې شوی دی. د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر د نوموړي څرګندونې د نه منلو وړ بللې دي.

قطر کې افغان کډوال افریقايي هېوادونو ته لېږدول کېږي

له یوکال څخه ډېر وخت کېږي چې تر ۱۱۰۰ زیات افغان کډوال د قطر په یوه پخواني امریکايي پوځي کمپ کې په نامعلوم وضعیت کې پاتې دي.

 دا کسان د پخواني حکومت له سقوط وروسته ایستل شوي وو، خو تراوسه یې امریکا ته د تګ اجازه نه‌ده ورکړل شوې.