امریکا: ایران کې د لوېدلې جېټ‌الوتکې عمله مو ژغورلې

د امریکا پوځ وايي چې په ایران کې د نسکورې شوېF-15  جنګي جېټ‌الوتکې پیلوټ یې په هغه هېواد کې دننه ژغورلی دی.

د رویټرز خبري اژانس نن یکشنبه، مارچ پنځمه، راپور ورکړی چې دا الوتکه د ایران د هوايي دفاعي ځواکونو له لوري ویشتل شوې وه. مخکې له دې د عملې بل غړی هم ژغورل شوی و.

د تېلو سپما؛ د پاکستان پنجاب کې عامه ټرانسپورټ وړیا کېږي

د پاکستان د پنجاب ایالت اعلا وزیرې مریم نواز اعلان کړی چې دغه ایالت کې به د خلکو لپاره عامه ټرانسپورټ وړیا کړي.

نوموړې دا اعلان وروسته له هغه کړی چې د فدرالي حکومت له‌خوا په اسلام‌اباد کې د ورته یو پروګرام خبر ورکړل شوی دی.

د ټرمپ ادعا: د ایران جګړه کې خپلو موخو ته نږدې یو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې د ایران جګړه کې یې موخې په پوره کېدو دي او کار به پایته ورسوي.

د راپورونو پر اساس، ټرمپ ملت ته وینا کې ویلي چې واشنګټن د ایران پوځ ویجاړ کړی او د خپلو جنګي اهدافو ترلاسه کولو ته نږدې شوی.

خو هغه خبرداری ورکړ چې امریکایي ځواکونه به راتلونکو دوو یا دریو اونیو کې پر ایران ډېر سخت بریدونه وکړي.

ممداني: د واشنګټن له‌خوا د نظام د بدلون جګړه ناوړه پایلې لري

د نیویارک ښار ښاروال ظهوران ممداني د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل جګړه غندلې او ویلي یې دي چې «په هر لحاظ باید د دې جګړې مخالفت وشي.»

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي چې د واشنګټن له‌خوا د «نظام بدلون جګړې» په تاریخي ډول ناوړه پایلې لرلې دي.

ډونالډ ټرمپ: امریکا به ډېر ژر د ایران له جګړې ووځي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هېواد یې ښايي د ایران پر وړاندې خپل پوځي بریدونه په راتلونکو دوو تر درېیو اوونیو کې پای ته ورسوي.

نوموړي سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې امریکا به «ډېر ژر» له دې جګړې ووځي او دا بهیر ښايي په دوو تر درېیو اوونیو کې پلی شي.

هایټي کې د ډله‌ییز برید له امله ۷۰ کسان وژل شوي

هایټي هېواد کې د ډله‌ییز برید پرمهال لږترلږه ۷۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د راپورونو پر اساس، برید د یوې وسله‌والې ډلې له لوري د یکشنبې په سهار د «جین ډینس» سیمې شاوخوا کلیوالي کې پیل شو او د دوشنبې تر سهاره یې دوام وکړ.

د هایټي چارواکو ویلي، سیمې ته د پولیسو په رسېدو سره وسله‌واله ډله تښتېدلې او څو کورونه له وړاندې سوځول شوي وو.