
له یمن څخه پر اسراییلو توغندیز برید شوی
د اسراییلو پوځ ویلي چې د یاد توغندي د شڼدولو لپاره د هوايي دفاع سیستمونه فعال شوي دي.
همدارنګه خلکو ته د خطر خبرداری ورکړل شوی او غوښتنه ترې شوې چې د خوندیتوب لارښوونې تعقیب کړي.

د اسراییلو پوځ ویلي چې د یاد توغندي د شڼدولو لپاره د هوايي دفاع سیستمونه فعال شوي دي.
همدارنګه خلکو ته د خطر خبرداری ورکړل شوی او غوښتنه ترې شوې چې د خوندیتوب لارښوونې تعقیب کړي.

د لبنان د مقاومت ډلې حزبالله ویلي چې د نیمې شپې راهیسې یې پر هغو اسراییلي ځواکونو څو بریدونه کړي چې د لبنان خاورې ته اوښتي دي.
د یادې ډلې په وینا، د لبنان د مارجعیون ولسوالي اړوند د القنطره په سیمه کې د اوبو زېرمتون ته نږدې یې د اسراییلو پر «دوو مرکاوا»ټانکونو برید کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د کیوبا په اړه وروستیو څرګندونو د سیاسي کړکېچ نوې اندېښنې راپارولي دي. نوموړي د میامي ښار کې د پانګونې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې کیوبا ښايي د واشنګټن راتلونکی هدف وي.

د امریکا ولسمشر ډوناډ ټرمپ په ناټو سازمان نیوکه کړې او ویلي، دغه تړون ایران سره د وروستۍ شخړې په جریان کې هېڅ مانا لرونکی

سیمه کې په ځانګړې توګه منځني ختیځ کې کړکېچن وضعیت ته په پام، د چین صنعتي ګټو چټک زیاتوالی موندلی.
رویټرز اژانس نن جمعه د حمل ۷ / مارچ ۲۷ راپور ورکړی، که څه هم د منځني ختیځ جګړه د نړیوالې اقتصادي ودې لپاره ګواښ بلل کېږي، خو د چین صنعتي شرکتونو د روان ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې د ګټو د ودې پیاوړې شمېرې ثبت کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هغه به د ایران د انرژۍ پر بنسټونو بریدونه د اپریل تر شپږمې پورې ۱۰ ورځې نور هم وځنډوي.
هغه ادعا کړې چې له ایران سره د سولې په اړه خبرې “ډېرې ښې” روانې دي.

دې سازمان نن پنجشنبه، د مارچ ۲۶مه، په خپل تازه راپور کې ویلي چې د دې اندېښمنونکي وضعیت اصلي لاملونه د نفوس چټک زیاتوالی، دوامداره بشري او سیمهییز کړکېچونه او د تعلیمي سکتور د بودیجې کمښت دی. د راپور له مخې، په نړۍ کې له هر شپږو ماشومانو څخه یو یې د مکتب له زدهکړو بېبرخې دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو ځینو شخصي محافلو کې ویلي چې غواړي له ایران سره د «اوږدې جګړې» څخه ډډه وکړي او هیله لري چې په راتلونکو څو اوونیو کې دا جګړه پای ته ورسوي.
وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې ټرمپ جګړه وروستیو پړاوونو ته نږدې بولي، خو تراوسه یې د ختمولو لپاره روښانه او عملي لارې نهلري او د سولې خبرې لاهم په لومړیو پړاونو کې دي.

د راپورونو پر اساس، د امریکا متحده ایالات تمه لري چې منځني ختیځ ته زرګونه نور سرتېري واستوي.
یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، ټاکل شوې چې پنټاګون منځني ختیځ ته له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې سرتېري واستوي.
د سرچینې په وینا، ایران ته د پوځیانو د لېږلو په اړه کومه پرېکړه نهده شوې، خو دغه ځواکونه به سیمه کې د راتلونکو احتمالي عملیاتو لپاره ظرفیتونه لوړ کړي.

ټاکل شوې چې د روان میلادي کال راتلونکې اپرېل میاشت په دویمه نېټه د زونونو په کچه شپږم پړاو میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیل شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ نن سهشنبه، وري پنځمه، دغه سیالي به د یادې میاشتې تر شلمې نېټې پورې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پنځه زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي چې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره یې ټیلیفوني خبرې کړي او ډاډ یې ورکړی چې اسلاماباد به په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره مرسته وکړي.

پر اسراییلو د ایران او حزبالله ډلې توغندیز بریدونه تر ډېره د اسراییل سوېلي سیمې په نښه کوي، خو تازه رسنیو راپور ورکړی چې یوشمېر توغندي په مرکزي سیمو هم لګېدلي دي.
حزبالله ډلې هم د ایران له توغندیزو بریدونو سره جوخت پر اسراییلو خپل راکېټي بریدونه کړي او شمالي سیمې یې په نښه کړي دي.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف اعلان کړی چې د منځني ختیځ د جګړو له پیل راهیسې تراوسه له ۲۱۰۰ څخه زیات ماشومان وژل شوي او یا ټپیان دي.
یاد سازمان نن سهشنبه د مارچ ۲۴مه راپور ورکړی چې په دې موده کې ۲۰۶ ماشومان په ایران، ۱۱۸ ماشومان په لبنان، څلور ماشومان په اسراییل او یو ماشوم په کویت کې وژل شوي دي.

په کولمبیا کې د پوځ یوه الوتکه له الوتنې لږ وروسته غورځېدلې چې له امله یې لږترلږه ۳۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د یاد هېواد د دفاع وزیر پېدرو سانچېز ویلي چې دا «غمجنه پېښه» د هېواد په سوېل کې د پورتولېګیوسامو په سیمه کې رامنځته شوې چې د پوتومايو ولایت پورې اړه لري. دغه سیمه د پېرو او اکوادور سره پوله لري.

استرالیا او اروپایي ټولنه له اته کلونو اوږدو مذاکراتو وروسته یو سوداګریز تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې د اروپایي توکو پر ډېری صادراتو تعرفې لرې او د استرالیا د حیاتي معدني موادو صادرات به پراخ شي.

د بلومبرګ د راپور له مخې چې دوشنبه، د مارچ ۲۳مه خپور شوی، د اسراییل مرکزي بانک ویلي چې د ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ کلونو پورې اقتصادي زیان یې، د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۸.۶ سلنه جوړوي. دا زیانونه تر ډېره د غزې په جګړه او له لبنان سره په نښتو پورې تړاو لري.