ګوترېش امریکا او اسراییلو ته: د جګړې د پای وخت دی

د ملګروملتونو سرمنشي، د انتونیو ګوترېش له متحده ایالات او اسراییل وغوښتل چې له ایران سره روان کړکېچ ته د پراخېدو مخکې د پای ټکی کېږدي، او خبرداری یې ورکړ چې دا جګړه کېدای شي «له کنټروله ووځي» او جدي ناوریني پایلې ولري.

پر اسراییلو د ایران بریدونه؛ تراوسه ۳۵۳۰ کسان ټپیان شوي

د اسراییلو د روغتیا وزارت اعلان کړی چې له ایران سره د جګړې له پیل راهیسې تراوسه پورې ۳زره او ۵۳۰ کسان ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۷۰ څخه زیات کسان د ایران د بریدونو له امله روغتونونو ته انتقال او بستر شوي دي.

ګوترېش: نړۍ کې مسلمانان له تبعیض سره مخ دي

ګوترېش نن یکشنبه، د مارچ ۱۵مه، د « د اسلام‌فوبیا یا اسلام څخه د کرکې پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځې» په مناسبت په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې مسلمانان په ډېرو ځایونو کې له ټولنیز او اقتصادي محرومیت، تعصب او ناعادلانه مهاجرتي پالیسیو سره مخ دي.

روسیه: د مسکو پر لور روان ۶۵ اوکرایني ډرونونه مو نسکور کړي

د روسیې چارواکي وایي چې د دغه هېواد د هوايي دفاعي سیستمونو د مسکو پر لور روانې لسګونه اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) شنډې کړې دي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین په ټیلیګرام کې لیکلي چې د روسیې هوايي دفاعي واحدونو د ورځې په اوږدو کې ټول ۶۵ ډرونونه نسکور کړي چې د مسکو پر لور روان وو.

حزب‌الله پر اسراییلي سرتېرو راکېټي او توپچي بریدونه کړي

د حزب‌الله په وینا، د اسراییلي ځواکونو پر یوې ډلې یې د «کالف هیل» په نوم سیمه کې چې د کفر یووال مېشت‌ځای شمال ته موقعیت لري، راکټي برید کړی دی. دغه ډله وایي چې هدف یې د اسراییلي پوځ هغه سرتېري وو چې په یاد ځای کې ځای پر ځای شوي وو.

ریاض کې د لسو بې‌پیلوټه الوتکو نسکورېدل؛ ایران: زموږ نه‌دي

سعودي عربستان وايي چې د پلازمېنې ریاض او د هېواد د ختیځو سیمو شاوخوا لس بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) یې شنډې کړې دي. د سعودي چارواکو په وینا، دغه ډرونونه د هوايي دفاعي سیستمونو له لوري له‌منځه وړل شوي او د احتمالي زیان مخه نیول شوې ده.

غزه کې څلور فلسطینیان وژل شوي

د فلسطیني روغتیايي سرچینو په وینا، د اسراییلو په هوايي او توپچي بریدونو پرمهال په غزه کې څلور کسان وژل شوي چې په‌کې دوه ۱۷کلن ځوانان هم شامل دي.

دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې تاوتریخوالی دوام لري او اسراییل خپل پوځي عملیات پراخ کړي دي.

عراق کې د امریکا پر سفارت توغندیز برید شوی

د عراق حکومتي چارواکو ویلي چې بغداد کې د امریکا سفارت باندې توغندیز برید شوی دی.

چارواکي وايي تراوسه دا روښانه نه ده چې په دې برید کې د مرګ‌ژوبلې او یا هم د زیان اندازه څومره ده. د پېښې د جزییاتو د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.