حزب‌الله پر اسراییلي سرتېرو برید کړی

د لبنان حزب‌الله ډله وايي چې د اسراییلو د پوځ ځینې پوستې یې د بې‌پيلوټه الوتکو (ډرونونو) په وسیله په نښه کړې دي.

دغه ډلې په یوې خبرپاڼه کې چې د ټلګرام له لارې خپره شوې، ویلي، د شمالي ښار «نهاریا» په شاوخوا سیمو کې یې د اسراییلو د پوځ پر ضد  دوه بریدونه کړي دي.

پر اوکراین د روسیې برید؛ ۱۳ کسان وژل شوي

د اوکراین چارواکي وايي چې د روسیې د تازه بریدونو پرمهال د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس نن پنجشنبه(اپرېل ۱۶مه) راپور ورکړی چې روسیې تېر ماښام د اوکراین پلازمېنه کییف او نور ښارونه د توغندیو او بې‌پيلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړي دي.

د اسراییلو بریدونه؛ غزه کې پنځه کسان وژل شوي

پر غزې تړانکې د اسراییلي ځواکونو د تازه هوايي برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر پنځو ته لوړ شوی دی.

د فلسطین رسمي خبري اژانس (وفا) راپور ورکړی چې د غزې په شمال کې د الشاطي کډوالو پر کمپ د اسراییلو د هوايي برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر پنځو ته لوړ شوی دی.

د امریکا د خزانې وزیر: چین نشي کولای د ایران نفت ترلاسه کړي

د امریکا د خزانې وزیر، سکات بسنت ویلي چې چین به د ایران نفت ترلاسه نه‌کړای شي او واشنګټن هڅه کوي د ایران د نفتو د لېږد مخه ونیسي.

بسنت په واشنګټن کې یوې ناستې ته ویلي چې چین کولای شي نفت وارد کړي، خو د ایران نفت نه‌شي ترلاسه کولای. هغه ټینګار وکړ چې امریکا به داسې اقدامات وکړي چې د ایران نفت نړیوالو بازارونو، په ځانګړي ډول چین ته، ونه‌رسېږي.

ګوټرېش: د امریکا او ایران د مذاکراتو د بیاپیل احتمال ډېر دی

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو د دویم پړاو د بیاپیل احتمال «ډېر زیات» دی.

ګوټرېش سه‌شنبه، اپرېل ۱۴مه، خبریالانو ته وویل، هغه نښې نښانې چې د ملګروملتونو په واک کې دي، ښيي چې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو بیا پیل ډېر ممکن دی.

لبنان کې یو اسراییلی سرتېری وژل شوی او درې ټپیان دي

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې یو سرتېری یې له حزب‌الله سره په نښتو کې وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د اسراییل پوځ نن سه‌شنبه (اپرېل ۱۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سرتېري د لبنان سوېل کې د جګړې پرمهال وژل شوی او ټپیان شوي دي.

د منځني ختیځ کړکېچ؛ د روسیې بهرنیوچارو وزیر چین ته تللی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د سرګي لاوروف د منځني ختیځ د وروستیو تحولاتو په اړه د خبرو لپاره چین ته تللی دی.

روسي رسنیو نن سه‌شنبه اپرېل ۱۴مه، راپور ورکړی چې لاوروف په پلازمېنه بیجینګ کې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ یی سره لیدلي دي. دواړه مشران به د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ پر مهمو نړیوالو موضوعاتو هم خبرې وکړي.

له لاقصی جومات لیدنه؛ د اسراییلو د ملي امنیت وزیر: دلته ځان مالک احساسوم

د اسراییلو د ملي امنیت وزیر ایتامار بن‌ګوېر په بیت‌المقدس کې د الاقصی جومات انګړ ته تللی چې دې کار یې د فلسطینیانو او اردن غبرګونونه راپارولي دي.

نوموړي د لیدنې پرمهال ویلي چې غواړي یهودي عبادت کوونکو ته لازیات لاسرسی برابر کړي.

اسټرالیا کې د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن د پوځ د مشرې په توګه وټاکل شوه

د یاد هېواد حکومت نن دوشنبه، اپرېل ۱۳مه، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ډګر جنراله سوزن کویل چې اوس مهال د ګډو وړتیاوو مشره ده، د جولای له میاشتې څخه د پوځ د مشرې په توګه دنده پیل کړي. هغه به د ډګر جنرال سایمن سټوارټ ځای ونیسي.

د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي ویلي: «له جولای څخه به موږ د استرالیا د پوځ د ۱۲۵کلن تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځینه د پوځ مشره ولرو.»

ډونالډ ټرمپ: که ایران خبرو ته راګرځي، که نه، پروا یې نه‌لرم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که ایران د خبرو مېز ته بېرته راګرځي او که نه، دی یې، پروا نه‌لري.

ټرمپ دغه څرګندونې د مریلینډ ایالت په یوه پوځي اډه کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال وکړې.

نوموړي وویل چې له ایران سره اوربند، چې ټاکل شوې د اپرېل تر ۲۲ پورې دوام وکړي، «ښه روان دی» او تر اوسه ټینګ پاتې دی.

نتنیاهو: لبنان سره د «رېښتینې سولې» غوښتونکي یوو

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي چې له لبنان سره د «رېښتینې سولې» د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.

نتنیاهو ویلي چې ایران او د هغه متحدین «د بقا لپاره جګړه کوي» او وروستیو جګړو د تهران اټومي او توغندیز پروګرامونه سخت زیانمن کړي دي.