
حزبالله پر اسراییلي سرتېرو پراخ بریدونه کړي
د لبنان حزبالله ډله وايي چې د یاد هېواد د سوېل بیاضه ښارګوټي په دننه او شاوخوا کې یې د اسراییلو د پوځ پر پوستو څو بریدونه کړي دي.

د لبنان حزبالله ډله وايي چې د یاد هېواد د سوېل بیاضه ښارګوټي په دننه او شاوخوا کې یې د اسراییلو د پوځ پر پوستو څو بریدونه کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هند پلازمېنې نوې ډیلي ته رسېدلی، څو د «بریکس» هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي.

د هند د اوتراپرادیش یالت په بېلابېلو سیمو کې له سخت توپان، درنو بارانونو، ږلۍ او تالندې وروسته نږدې ۹۰ کسان وژل شوي دي.
راپورونه وایي، دغه ناڅاپي سخت توپان د چهارشنبې پر ورځ د ایالت په پنځو ولسوالیو کې شوی چې له امله یې ګڼې ونې او لوی سوداګریز بېلبوردونه پر موټرو لوېدلې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته د سفر پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې وستایلې.
هغه وویل: «موږ به په ګډه يو ښه راتلونکی ولرو. زه د چين د ولسمشر هغه کار لپاره چې تاسو ترسره کړی، ډېر درناوی لرم. تاسو يو ستر رهبر ياست.»
د هغه په وینا، د امریکا او چین اړیکې به تر بل هر وخت ښې شي.

حماس د اسراییلي ځواکونو لهخوا په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د فلسطیني ځوان زکریا علي محمدقدیس وژل غندلي او هغه یې «صحرایي اعدام» بللی دی.

د اسراییلو پوځ وايي چې حزبالله ډلې د لبنان سوېلي سیمه کې د اسراییلي سرتېرو پر لور څو راکټونه توغولي دي.
د اسراییلو پوځ پر ټیلیګرام خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په وروستیو څو ساعتونو کې راکټونه د سرتېرو نږدې لګېدلي، خو په وینا یې، مرګژوبله نهده رامنځته شوې.

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ او له اسراییلي استخباراتي ادارې سره د همکارۍ په تور یو کس اعدام شوی دی.
په راپور کې ویل شوي چې دغه کس محکمه کې له مجرم پېژندنې وروسته نن چهارشنبه، مې ۱۳مه، په دار ځړول شوی.

روسیې د خپلو توغندیزو پرمختګونو په لړ کې د لویو وچو ترمنځ د ویشتونکي بالېستیک توغندي بریالۍ ازموینه کړې ده.
د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتی دغه اټومي وړتیالرونکی توغندی د نړۍ «تر ټولو ځواکمن توغندی» بللی او ویلي یې دي چې دا وسله به د روان کال تر پایه د روسیې د ستراتیژیکو دفاعي ځواکونو رسمي برخه وګرځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه رسنيز راپورونه رد کړي چې ګواکې اسلاماباد د ایران پوځي الوتکو ته د راولپنډۍ نږدې د نورخان هوايي اډې کې ځای ورکړی او د امریکا له احتمالي بریدونو یې «ساتنه» کوي.
دغه وزارت ویلي چې دا ډول راپورونه «ګمراهکوونکي او د واقعیتونو څخه لرې» دي او هدف یې د سیمهییز ثبات او سولې روانې هڅې زیانمنول دي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ کمېسیون ویاند ابراهیم رضایي وايي، که پر دغه هېاد یوځل بیا د امریکا او اسراییلو له لوري برید وشي، د تهران له احتمالي ځوابونو څخه یو به د یورانیم تر ۹۰سلنې غني کول وي.

د اسراییل پوځ ویلي چې له اوربند راهیسې یې لبنان کې د حزبالله له ۱۱۰۰ څخه په زیاتو هدفونو بریدونه کړي.
د اسراییل پوځ ادعا کړې چې دغو هوايي بریدونو کې د حزب الله شاوخوا ۳۵۰ غړي وژل شوي.
الجزیرې شبکې نن سهشنبه راپور ورکړی چې د اسراییل جنګي الوتکو لبنان کې د حزبالله د وسلو ډیپوګانې او نورې زیربناوې هم ویجاړې کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودېمېر زېلېنسکي وايي چې شاوخوا شل هېوادونه له اوکراین سره د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) د همکاریو تړونونو ته لېوالتیا لري او تراوسه څلور تړونونه هم لاسلیک شوي دي.

اسراییل تېره شپه او نن سهار وختي د لبنان په سویل د اوسېدو په یوه کور او د المنصوري او مجدال زون ښارونو په څنډو

د ایران او امریکا ترمنځ د سولې خبرو د بېپایلې رسېدو سره هممهاله نن دوشنبه، مې ۱۱مه، د تېلو نړیوالې بیې شاوخوا پنځه ډالره د هر بېرل په اندازه لوړې شوې دي.
د برنټ خامو تېلو د قراردادونو بیه ۴.۵۳ ډالره یا ۴.۴۷سلنه لوړه شوې او سهار ۱۰۵.۸۲ ډالرو ته ورسېده، په داسې حال کې چې د جمعې پر ورځ هم ۱.۲۳سلنه لوړه شوې وه.

د اوکراین او روسیې ترمنځ د درې ورځني اوربند له ټینګېدو سره سره، د بریدونو له امله لږترلږه درې کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
د اوکراین سیمهییزو چارواکو ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د زاپوریژیا، دنیپروپتروفسک او خرسون سیمې د روسي بریدونو هدف ګرځېدلې دي.

د اسراییلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو د ایران د اټومي تاسیساتو د لهمنځه وړو او له دغو مرکزونو څخه د غني شویو یورانیمو د ایستلو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا کار باید «ان په زور» وشي.