
شهباز شریف: عمران خان د ځمکې پر مخ تر ټولو لوی درواغجن دی
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له ګارډین ورځپاڼې سره په یوې مرکه کې د تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه هېواد مخکینی لومړی وزیر عمران خان د ځمکې پرمخ تر ټولو لوی درواغجن کس بللی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له ګارډین ورځپاڼې سره په یوې مرکه کې د تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه هېواد مخکینی لومړی وزیر عمران خان د ځمکې پرمخ تر ټولو لوی درواغجن کس بللی دی.

د چیچنیا مسلمان مشر رمضان قدیروف ویلي چې خپل درې زامن به له روسي ځواکونو سره یوځای د اوکراین پر وړاندې د جګړې ډګر ته واستوي.

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي، دوه فلسطیني وګړي یې هغه مهال ووژل چې هڅه یې کوله له یوه موټر څخه پر سرتېرو برید وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر «اېسجې شنکر» د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ د دغه هېواد په وډوډارا ښار کې د یوې غونډې پرمهال ویلي چې پاکستان په نړیواله ترهګرۍ کې لاس لري.

د اندونیزیا په ختیځ کې د فوټبال د دوو کلبونو ترمنځ له سیالي وروسته په ټېل ماټېل کې ۱۲۹ کسان وژل شوي او ۱۸۰ کسان ټپیان دي.

د ا.ا په واکمنېدو سره د افغانستان د وضعیت په تړاو د سیمې او نړۍ په کچه لویې او کوچنۍ غونډې شوي چې تل له نیوکو سره مخ شوي دي. په تازهګۍ سره امنیت شورا پرون د تلې پنځمه د افغانستان په اړه ناسته وکړه. د یوناما سرپرست ماکرس پوټزل د یوه راپور په خپرولو سره افغانستان کې له روان ناورین څخه اندېښنه څرګنده ښودلې.

روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د پلازمېنې مسکو د ایژوسک ښار په یوه ښوونځي کې د وسلهوال برید پرمهال د اوو زدهکوونکو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن له ناټو سازمان څخه د باندې د دغه هېواد د ملګرو هېوادونو له نوملړ څخه د افغانستان نوم لرې کړی دی.
په هغه لیک چې د امریکا سپینې ماڼۍ د بهرنیوچارو وزارت ته لېږلی، راغلي چې جو بایډن د امریکا د اساسي قانون پربنسټ، دغه پرېکړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ۷۷یمې عمومي غونډې له اجندا نه د افغانستان قضیې له اېستلو داسې ښکاري چې نړۍ دغه هېواد هېر کړی او په دې غونډه کې به یې پر اړوندو مسایلو هم خبرې ونه شي. د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې غونډه کې د خبرو پر مهال افغانستان کې د بشري حقونو نقض یوازې د بېلګې په توګه یاد کړ، خو د حللارې او دې برخه کې یې د اقداماتو په اړه هېڅ هم ونه ویل.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د اسلامي امارت له زندان څخه د امریکايي وګړي د خوشېکېدو برخه کې له همګارۍ مننه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې له ښځو سره د اقتصادي مرستې لپاره د یوې نوې طرحه خبر ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن بېګاه شپه د وږي ۲۹مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې امریکا په افغانستان کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا په موخه یوه نوې طرحه چمتو کړې ده.

د سپینې ماڼۍ پخوانی سلاکار جان بولټن له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، نړۍ باید پر افغانستان د اسلامي امارت تر بیا ولکې وروسته یاد هېواد ته د ترهګرو ډلو د ورتلو څخه اندېښنه ولري. په همدې حال کې د پوځي چارو شنونکي د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن څرګندونې د اسلامي امارت پر وړاندې تبلیغات بولي.

د روسیې رسنیو خبر ورکړی چې د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر میخایل ګورباچوف د روانې اګېسټ میاشتې په دېرشمه، د سهشنبې ورځ د ۹۱ کلونو په عمر د روسیې په مرکز مسکو کې مړ شوی دی.
د روسي رسنیو د راپور له مخې، نوموړی «د اوږدې او سختې ناروغۍ» له کبله د مسکو په مرکزي روغتون کې مړ شوی دی.

د دفاع وزارت مسوولان وايي، پاکستان د امریکا هغو بېپېلوټه الوتکو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی چې وخت ناوخت د افغانستان پر فضا څار کوي.
د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، هغه بېپېلوټه الوتکې چې د افغانستان پر فضا ګرځي، پاکستان څخه راپورته کېږي.

افغانستان کې د ا.ا د واکمنۍ د لومړي کال د پورهکېدو په درشل کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان ډېوېډ پېټریوس له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې ده. ډېوېډ پېټریوس د دوحې تړون او مرکزي حکومت ته د ډېر واک ورسپارل هغه لاملونه بولي چې په وینا یې، مخکینی حکومت یې راوپرځاوه.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن د کابل په يوې تکیهخانه کې د عاشور مراسمو ته د وینا پرمهال پر امریکا نیوکه وکړه چې دغه هېواد پر اسلامي امارت فشارونه زیاته کړي دي. ستانکزي دې مراسمو ته همداراز وویل، امریکا د ا.ا پر حکومت بېلابېل سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیک فشارونه راوستي دي.