ژمی او بېوزلي؛ د کابل اوسېدونکي: د سوند توکو د پېر توان نهلرو
د کابل يوشمېر اوسېدونکي وايي چې د ژمي په رانږدې کېدو سره پلازمېنه کې د سوند توکو بیې لوړې شوې دي.
د کابل يوشمېر اوسېدونکي وايي چې د ژمي په رانږدې کېدو سره پلازمېنه کې د سوند توکو بیې لوړې شوې دي.
کندهار کې محلي مسوولان وايي چې د دې ولايت د ښاروالي له لوري د ۲۰،۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د ښار په بېلابېلو سيمو کې د بیارغوني چاري پیل شوې دي.
ننګرهار کې روغتیايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.
دوی زیاتوي چې دغه ولایت کې د کورنیو بېوزلي او د توکو لوړې بیې لامل شوي چې ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښې زیاتې شي.
یوشمېر افغانان چې د سترګو له معلولیت څخه ځورېږي وايي، زدهکړو، روغتیايي خدمتونو او کاري فرصتونو ته لاسرسی نه لري او دوی یې له کبله ناهیلي شوي دي.
په کابل ښار کې د «روشندلان» مسلکي انسټېټیوټ یوشمېر معلولان چې په سترګو څه نه ویني وايي، د کانکور ازموینه کې د ګډون برخه کې له ستونزو سره مخامخېږي او د لوړو زدهکړو بورسیو او کاري فرصتونو ته هم لاسرسی نه لري.
د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات د زندهجان ولسوالي د سمنټو قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د ۱۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د «ګلبهار» په نوم یوه کورني شرکت ته ورکړ. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهابالدین دلاور په دې غونډه کې وویل چې د دې کارخونې د فعالیت له پیل سره به ۵۰۰۰ زره کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې شي.
د اوبو او برښنا وزارت مسوولان وايي، په سرپل کې به ډېر ژر د «سلطان ابراهیم» د اوبو بند د جوړولو چارې پیل شي.
د کلیو او پراختیا وزارت مسوولان وايي چې بادغیس کې یې د «قادراباد» د اوبو بند د رغونې چارې پیل کړې دي.
بلخ کې د نهاد په نوم محلي راډیو درې میاشتې وړاندې یې خپرونې د اقتصادي ستونزو له امله درول شوې وې، اوس یې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل.
د اقلیمي بدلون نړیوالې اوونۍ رارسېدو سره هممهاله د سرپرست حکومت مسوولان وايي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه د نړۍ شپږم زیانمنونکی هېواد دی.
په روزګان کې د ملګروملتونو د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو وجهي صندوق یا یونېسف له لوري د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو دوه شبکې جوړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې.
د هرات د حوزوي روغتون محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نن یکشنبې «تلې ۲۳مه» زلزلو له امله تر دې مهاله دغه روغتون ته دوه جسدونه او ۱۲۵ ټپیان وروړل شوې دي.
د بلخ د حیرتان سوداګریز بندر مسوولان وايي چې له اوزبکستان څخه وارد شوي څه باندې ۱۷۲ ټُنه بېکیفیته تېل یې بېرته دغه هېواد ته لېږلې دي.
د حیرتان بندر د نورم او سټنډرډ امریت مسوولانو په وینا، دغه تېل تر ارزونې وروسته بېرته یاد هېواد ته استول شوې دي.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د هند په کوربهتوب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه ۱:۰۰ بجه د اکتوبر ۱۵مه د هند د ډیلي په «اروون جاېټلې کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې پیل شي.
د امریکا ځمکپېژندنې سروې وايي چې نن یکشنبه «تلې ۲۳» په هرات ولایت کې د یوه ساعت په ترڅ کې دوه زورورې زلزلې شوې دي.
لومړۍ زلزله چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې شوې مرکز یې د یاد ولایت د کُشک ولسوالي کاریزنو سیمه ښودل شوې ده. د ریښتر په کچه د یادې زلزلې شدت ۶،۳ ښودل شوی دی.
د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي د پاسپورټ اخیستو لپاره د نوملیکنې بهیر کې د ځنډ په اړه شکایت کوي او وايي، د پاسپورټ نه لرلو له کبله یې ځینې کارونه نیمګړي پاتې دي او یا یې هم د ناروغ وضعیت چې باید د درملنې لپاره یې بل هېواد ته ولېږدوي، نور هم نازک شوی دی.
د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس چې د ا.ا چارواکو او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو استادانو پهکې ګډون کړی و، نن (د تلې دوهویشتمه، د شنبې ورځ) د پکتیا پوهنتون په تالار کې جوړ شو او درې ورځې به دوام وکړي. په دغه کنفرانس کې د ا.ا د سرپرستې کابینې د کورنیو چارو، لوړو زدهکړو، اقتصاد او پوهنې وزارتونو سرپرستانو هم ګډون کړی و.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون