ملګري ملتونه: نړۍ کې د ریکارډ په کچه ۱۱۴ میلیونه وګړي بېځایه شوي
ملګرو ملتونو اټکل کړی چې په ټوله نړۍ کې به سږکال د ریکارډ په کچه د بېځایه شویو کسانو شمېر له ۱۱۴ میلیونه څخه واوړي.
د یاد سازمان په وینا، دغه شمېر بېځایه شوي د شخړو په حل کې د نړیوالې ټولنې پاتې راتلل په ګوته کوي.